کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پولیسو د کابل ښاروالۍ دوه لوړپوړي چارواکي ونیول

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 10 جوزا 1395 ساعت 10:42


د کابل ښاروالۍ دوه لوړپوړي چارواکي محمد اسلم اکرمي او احمد کمال قاسمیار د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول. د راپورونو له مخې، د کابل ښاروالۍ پخوانی سرپرست او مالي معین "محمد اسلم اکرمي" او د بشري سرچینو رییس "احمد کمال قاسمیار" د کورنیو چارو وزارت د درانه جرمونو ریاست له لوري نیول شوي دي. د کابل ښاروال د دغو چارو اکو نیول کېدل مني، خو په اړه یې نور څه نه وايي. د راپورونو له مخې نوموړي اوس د پولیسو تر څیړنې لاندې دي.

 


د مطلب کود: 126959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126959/پولیسو-د-کابل-ښاروالۍ-دوه-لوړپوړي-چارواکي-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com