کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرتېری ووژل شو

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 24 جوزا 1395 ساعت 15:22

چارواکي وايي چې د تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ نښتو کې یو افغان پوله‎ساتی وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان دي.


چارواکي وايي چې د تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ نښتو کې یو افغان پوله‎ساتی وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان دي.
د هېواد په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د ارکانو مشر محمد ایوب حسین‎خیل وایي چې دغه نښتې تېره شپه (یک‎شنبه د غبرګولي۲۳مه) ۹:۱۵ پیل شوې او ۷ ساعته یې دوام درلود.
ده زیاته کړه، نښته هغه‎مهال پیل شوه چې پاکستاني پوله‎ساتي تورخم سیمه کې د تاسیساتو هڅه کوله او افغان ځواکونو یې مخنیوی کاوه.
په همدې حال کې، پاکستاني چارواکي نښته کې د دوه پاکستاني سرتېرو ټپي کېدل مني.
دا نښتې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغانانو پرمخ وتړله چې پاسپورټ او ویزه نلري.
تېره اوونۍ یو شمېر دوکاندارانو او چلوونکو په دې سیمه کې پر اعتراضونو لاس پورې کړ، او ویې ویل چې د تورخم پوله په رسمیت نه دې پېژندل شوې او پاکستان حق نلري چې د تورخم دروازه د افغانانو پرمخ وتړي.


د مطلب کود: 127519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/127519/تورخم-کې-د-افغان-او-پاکستاني-پوله-ساتو-ځواکونو-ترمنځ-نښته-یو-سرتېری-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com