کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې ۲۳داعشیان وژلي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 30 جوزا 1395 ساعت 17:35

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو د بې‎پیلوټه الوتکې برید په پایله کې ۲۳د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.


د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو د بې‎پیلوټه الوتکې برید په پایله کې ۲۳د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید تېره شپه (شنبه د غبرګولي۲۹مه) د اچین ولسوالۍ په مهمند دره، مزدکي او عبدال‎خیلو سیمو کې د داعش ډلې پر پټنځای برید شوی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه برید کې د ترهګرو یو شمېر وسلې هم له منځه تلي دي.

په دغه برید کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


د مطلب کود: 127749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/127749/ننګرهار-کې-د-بهرنیو-ځواکونو-بې-پیلوټه-الوتکې-۲۳داعشیان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com