دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 131045
د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لیک به سبا لاسلیک شي
ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنې(د تلې ۱) د افغان حکومت او د افغانستان د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د خبرو اترو هوکړه لیک لومړنۍ پایلې اعلان شي او د سولې د هوکړه لیک لومړنۍ مسوده د دواړو خواوو د مرکچي پلاوي له خوا د خبري ناستې په ترڅ لاسلیک شي.

د دغه هوکړه لیک څخه داسې ښکاري چې حکومت د دوه کلونو په لړ کې له حزب اسلامي سره خبرې اترې لرې دي.
د ملي یووالي حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د هوکړه لیک د متن پر بنسټ،افغان دولت ښاغلي حکمتیار او د دغه ګوند نورو مشرتابه غړو ته قضايي خوندیتوب ورکړی او همدارنګه ژمنه کوي چې د هغوی نومونه د ملګرو ملتونو د تور نوملړ څخه بهر کړي.
دغه هوکړه لیک په درې فصلونو او ۲۵ مادو کې لیکل شوې.د حزب اسلامي په وړاندې د افغان حکومت ژمنې د دغه هوکړه لیک ۱۲ مادې جوړوي؛خو د افغان حکومت په وړاندې د حزب اسلامي ژمنې یوازې درې مادو کې خلاصه کېږي.

https://avapress.com/vdcjxveviuqetyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته