کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس: له پاکستانه راستنېدونکو فابريکه لرونکو ته به هر ډول اسانتياوي برابري کړي.

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 10 میزان 1395 ساعت 12:17

جمهور رئيس: له پاکستانه راستنېدونکو فابريکه لرونکو ته به هر ډول اسانتياوي برابري کړي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندوني د پنج شنبې په ورځ ناوخته د یو شمېر هغو افغان فابریکه لرونکو سره، چي دا مهال په پاکستان کي کاري فعالیت کوي، وکړې.

دغه کتنه، چي په ارګ کي ترسره سوه، یادو فابریکه لرونکو د دولت څخه په افغانستان کي د مځکي د ورکړي، د برېښنا د انرژۍ د تامین او کاري امنیت په اړه د دولت پاملرنه وغوښته، څو په خبره يې دوئ وکولای سي، خپل کاروبار خپل هيواد ته را نقل کړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني راغلو افغانانو ته ډاډ ورکړ، چي زما دنده افغانانو ته خدمت کول دي او اراده لرم، چي په دې برخه کي خپلو هيوادوالو ته د عزتمند کار زمینه برابره کړم.

جمهوررئیس زیاته کړه: د راستنېدونکو د استوګڼي لپاره په باریک اب سیمه کي هر اړخیز ترتیبات په پام کي نیول سوي دي.

جمهور رئيس هغوئ ته ډاډ ورکړ، چي غوښتنو ته به مو رسیدګي کېږي او د مځکي او برېښنا د چمتو کولو لپاره به اقدامات ترسره سي.

د هيواد جمهوررئیس وویل: حکومت څو ګامونه اخيستي دي، چي له هغې جملې یې د انرژۍ په برخه کي څو هوکړه ليکونه امضا کړي، چي د فابریکو او صنعتي ښارګوټو د انرژۍ په تامین کي به ډېر ګټور تمام سي.


د مطلب کود: 131404

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131404/جمهور-رئيس-له-پاکستانه-راستنېدونکو-فابريکه-لرونکو-ته-ډول-اسانتياوي-برابري-کړي

آوا
  https://www.avapress.com