کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار والي دميوند اتلانو لوبډلي ته د دوهم مقام ترلاسه کولو مبارکي وويل

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس ورزشی , 10 میزان 1395 ساعت 12:44

د افغانستان د فوټبال په غوره ليګ سياليو کي د ميوند اتلانو لوبډلي دوهم مقام خپل کړ

د افغانستان د فوټبال په غوره ليګ سياليو کي د ميوند اتلانو لوبډلي دوهم مقام خپل کړ
په دغوسياليو کي د ميوند اتلانو لوبډله ډېره ښه وځلېده او د شاهين اسمايي لوبډلي سره پايلوبي ته ووتل.
پايلوبه، چي د جمعې په ورځ تر سره سوه، پر مهال يې د شاهين اسمايي لوبډله وتوانېده، چي د ميوند اتلانو لوبډلې ته دوه ګوله ورکړي او لومړی مقام خپل کړي.
ميوند اتلانو هم ډېره هڅه وکړه، خو يوازي وتوانېدل، چي سيالي لوبډلي ته يو ګول ورکړي او په دې سره يې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو کي دوهم مقام خپل کړ.

کندهار والي ډاکتر محمد همايون عزيزي ميوند اتلانو لوبډلي ته د دوهم مقام ګټلو مبارکي ورکړې او د هغوئ هڅي يې وستايلې.
هغه وويل: ميوند اتلانو خپله وړتيا په ښه توګه ښکاره کړه او د خپلو هڅو په پايله کي يې د سياليو پايلوبي ته لاره پيدا او دوهم مقام خپل کړی.

د مطلب کود: 131407

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/131407/کندهار-والي-دميوند-اتلانو-لوبډلي-ته-د-دوهم-مقام-ترلاسه-کولو-مبارکي-وويل

آوا
  https://www.avapress.com