دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 131409
افغانستان به نن د بنګله دېش سره خپله وروستۍ دکرکټ لوبه ترسره کړي
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ټیمونو تر منځ د یو ورځنۍ لوبو د سلسلې وروستۍ لوبه، به نن ترسره سي.

د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ټیمونو تر منځ د یو ورځنۍ لوبو د سلسلې وروستۍ لوبه، به نن ترسره سي.

د افغانستان ټیم تر دې مخکې د بنګله دېش سره دوې کړي، چي يوه يې ګټلي او بله يې بايللې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي هیله څرګندوي، چي افغانستان به د هغو تجربو په کارولو چي په تېرو دوو لوبو کي یې ترلاسه کړي، د نننۍ او ددې سیالۍ د وروستۍ لوبې ګټونکی سي.

د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي وايي، د بنګله دېش د لوبي ډګر د هغو بالرانو لپاره، چي ورو توپ اچوي ډېر برابر دی.

ښاغلي فضلي وویل، چي ددې لوبي لپاره په افغان ټیم کي هم یو څه بدلونونه راغلي، چي تمه ده، ښې پايلي به ورکړي.

https://avapress.com/vdcdzf0fnyt0so6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته