دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 131889
د غیری مسلکی کسانو ګمارل د هیواد داوسنی مشکلاتو نتیجه دی
پر مسئولینو باندی فشار د نالایقو افرادو د ګمارلو لپاره په نظامی چارو کی، د ملکی او نظامی د تلفاتو د عمده علتونو څخه وو. ددی وضعیت ادامه په هیڅ صورت سره د تحمل وړ نه دی، او هغه کسان چی د اصلاحاتو په مقابل کی مقاومت وکړی او یا په فساد کی لاس ولری، دهغوی سره به قاطع چلند وسی
رئیس جمهور غنی وایی د اسلامی حزب سره د سولی موضوع، د بروکسل په ناسته کی افغانستان ته مرستی تر فشار لاندی راتلل او د افغانستان او هند د روابطو پراختیا دهغه دلایلو څخه دی چی په هیواد کی ددشمن حملی ډیر سوی دی. د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری په بیان سره، ښاغلی غنی چی د هیواد د اخیرو امنیتی، سیاسی او اقتصادی انکشافاتو په اړه خبری کولی، وویل: ددشمن داخیرو حملو یو هدف داوو چی د نړی تعهدات د وراسا په ناسته کی تر پوښتنی لاندی راولی او د بروکسل پر ناستی تاثیر ولری. هغه ټینګار وکړ چی دافغانستان دشمنان وغوښتل دخپلو حملو په ډیرولو سره، د بروکسل په ناسته کی د افغانستان سره په مرستو کی خلال رامنځته کړی خو ناکام سوله او افغانستان په ډکه لاس د کنفرانس څخه راوګرځیدل. هغه اضافه کړ: د دشمن د حملو بل هدف داوو چی ددولت او اسلامی حزب پیمان بی اهمیته شکاره کړی. د افغانستان او هند د اړیکو ډیریدل او نور هیوادونه او د هند یو میلیارد دالری مرسته، دنورو عواملو څخه دی چی دشمنان د افغانستان استقلال او ترقی ناارامه کړ. رئیس جمهور د قندوز دوضعیت ته په اشاری سره وویل چی تازه نفسه ځواکونه قندوز ته رسیدلی دی او دافغانستان دشمنان دهغوی د اعمالو په سزا رسوی. د هغه په خبره، په فراه کی هم زموږ امنیتی قوا اقدامات شروع کړی دی او همداسی په نورو منطقو کی چی حملی ترسری سوی دی، یا ناکام سوی دی او یا د ناکامی په حال کی دی. رییس جمهور وویل: موږ په عین حال کی چی کامل توجه تجهیزاتو او امنیتی ځواکونو ته د تربیت لپاره لرو. د سولی پروسی ته هم په هماغه اندازه اهمیت ورکوو. هغه تصریح کړ: اصلاحات چی دهیواد د اوسنی مهمو ضرورتونو څخه دی، هغه څه نه دی چی یواځی په تذکر او ټینګار سره تحقق پیدا کړی، بلکی عملی تغیراتو ته ضرورت لری چی باید هغه ته عملی آمادګیانی وجود ولری او همکاری هر جانبه صورت ونیسی، خصوصآ اصلاحات په دفاعی او امنیتی نهادو کی. باید ګمارنه په نظامی او امنیتی چارو کی د مافیایی او زورمندانه مداخلاتو بغیر صورت ونیسی. د مجریی قوی رییس اظهار درلودی: هغه مشکلات چی په دا دوو کالو کی په قندوز، هلمند، ارزګان او دهیواد په نورو منطقو کی رامنځته سوی دی ددی څخه نه دی چی زموږ افسران او سرتیری ددشمن سره دمقابلی توان نه درلودی، بلکی علت داوو چی مهمی وظیفی داسی کسانو ته سپارل سوی وو چی مسلکی نه وو. پر مسئولینو باندی فشار د نالایقو افرادو د ګمارلو لپاره په نظامی چارو کی، د ملکی او نظامی د تلفاتو د عمده علتونو څخه وو. ددی وضعیت ادامه په هیڅ صورت سره د تحمل وړ نه دی، او هغه کسان چی د اصلاحاتو په مقابل کی مقاومت وکړی او یا په فساد کی لاس ولری، دهغوی سره به قاطع چلند وسی. ددی وروسته، باید د اردو او پولیسو افسرانو ترفیعات د مسلکی لاسته راوړنو په اساس صورت ونیسی. اصلاحات د نظام په بدنه کی کوم ځای ته نه رسیږی که دهغه په مهمو ارګانونو کی اصلاحات صورت ونه نیسی، او باید ووایم چی دهغه بغیره د جنګ بریالی به یو نه د سولی.
https://avapress.com/vdcfcydy1w6dmca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته