دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 132020
د اهل بیت(ع) جهانی ټولنه په افغانستان کی حمله پرحسینی عزادارانو باندی محکوم کړ
د حسینی عاشورا او د تروریستی تریخ حوادثو ترڅنګ، د اهل بیت(ع) جهانی ټولنه یو بیانیه صادر کړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر ګزاری په بیان سره، د اهل بیت(ع) د جهانی ټولنی په بیانیه کی ویل سوی دی چی په کابل او بلخ کی د بیګناه عزادارانو وژل دتروریستانو لخوا د عاشورا سره ټوله بغض او کینه شکاره کوی. هغوی په دی اقداماتو سره، هم د انسان جوړونی حسینی مکتب او د اسلامی وحدت امت هدف ګرځولی دی. ددی متن کامل شرحه په لاندی ډول دی: داسی ویل کیږی چی د امام حسین(ع) عاشورا دوینی او شهادت سره یوځای دی؛ د هغه ورځی د ۱۴۰۰ کالو په تیریدو سره، کربلا نور هم مکرر کیږی او دحق او عدالت عاشقان، د وخت د یزیدیانو په مرسته په خپل وینه کی غوټی وهی. د اهل بیت(ع) جهانی ټولنه دیو غیری دولتی بین المللی سازمان په توګه چی په سلهاوو با شخصیته کسان په هغه کی غړیتوب لری، ددی جنایاتو د محکومولو ترڅنګ، د نړی توجه لاندی نکاتو ته اړوی: ۱: په کابل او بلخ کی د بیګناه عزادارانو وژل دتروریستانو لخوا د عاشورا سره ټوله بغض او کینه شکاره کوی. هغوی په دی اقداماتو سره، هم د انسان جوړونی حسینی مکتب او د اسلامی وحدت امت هدف ګرځولی دی. ۲: موږ د همدردی ترڅنګ د افغانستان د خلګو سره او په خاصه توګه ددی دوو تروریستی حادثو د شهیدانو او پاته سویو، ددی هیواد ددولت څخه غواړو چی په پراخ اقداماتو سره ددی مانع وګرځی چی افغانستان هم د نورو هیوادو په شان په دی سرنوشت اخته نه سی چی دتکفیری تروریستی ډلو ځای دی. ۳: د نیجریی غمباره حوادث چی څو کاله کیږی ادامه لری هم د غیری تحمل حد ته رسیدلی دی. په نوی اقداماتو کی، نن ددی هیواد امنیتی ځواکونه د شیعیانو پر مسجد د فونتوا په ښار کی په حمله کولو سره ډیر تعداد حسینی عزاداران د مرمی په ډزو په شهادت رسولی دی او ډیری یی هم ذخمی کړی دی. ۴: ددی جنایت سره په اړیکه، نه سو کولای د نیجریی ددولت څخه غوښتنه وکړو؛ ځکه چی دا وحشیانه عمل په دا اخیرو کلو کی مستقیما ددی هیواد د ځواکونو لخوا ترسره کیږی او دولت هم کوم اقدامات نه ترسره کوی او وهابیان ددی لامل سوی دی چی دا جنایات د نیجریی د پولیسو د بی تفاوتی سره یوځای وی. ۵: موږ د بین المللی ټولنو او حقوقی بشری سازمانونو څخه غواړو چی د نیجریی پر دولت باندی په فشار راوستلو سره، د شیعیانو په وړاندی پلان سوی جنایات ودروی او ددی جنایاتو عاملان بندی کړی او د عدالت لاسته وروسپاری. همداسی حجت الاسلام شیخ ابراهیم زکزکی چی تقریبا یو کال کیږی د خپل ښځی سره بندی دی آزاد کړی. ۶: د اهل بیت(ع) جهانی ټولنه د سوریی او عراق د حوادثو په محکومولو سره د اهل بیت(ع) د ټولو پیروانو څخه غوښتی دی چی د خپل هوشیاری په ساتلو سره، ددی مخنیوی وکړی چی په مذهبی مجالسو کی خلل رامنځته سی او دمحرم په میاشت کی او هم د صفر د میاشتی، د اهل بیت(ع) د مجاهدت یادونه ژوندی وساتی. ۷: په اخر کی، د ټولو منطقه ای او بین المللی جدی او واقعی مقابله د تروریسم سره ستایو. او د لاره ورک کړی افراطیون سرانو ته توصیه کووترڅو د مسلمانانو ترمنځ د تفرقی څخه لاس واخلی او وروروژنی، د فساد رامنځته کول، د مقدس اماکنو تخریب، او پر حسینی مجالسو باندی د حملی څخه مخنیوی وکړی؛ ځکه چی حسین بن علی د الله دنور تجلی کوونکی دی؛ او دالله نور له منځه تلونکی نه دی. د اهل بیت(ع) جهانی ټولنه د محرم الحرام لسمه ۱۴۳۸
https://avapress.com/vdcdxx0fzyt0sz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته