د دایکندي د ولایتي شورا غړې سمیه محمدي چې د کارتې سخي زیارت په برید کې وژل شوې د شپږو میاشتو میندواره وه.
د عاشورا پر ویرجنو د برید په قربانیانو کې د شپږو میاشتو یوه میندواره
24 میزان 1395 ساعت 12:54
د دایکندي د ولایتي شورا غړې سمیه محمدي چې د کارتې سخي زیارت په برید کې وژل شوې د شپږو میاشتو میندواره وه.
د دایکندي د ولایتي شورا غړې سمیه محمدي چې د کارتې سخي زیارت په برید کې وژل شوې د شپږو میاشتو میندواره وه.
د سمیه جنازه جمعه (د تلې په ۲۳ مه)د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره د سردار محمد داوودخان له روغتون نه پورته او په دایکندي ولایت کې خاورو ته وسپارل شوه.
د سمیې محمدي یوشمېر خپلوان او همکاران وايي چې هغه د عدالت غوښتنې او د دایکندي د خلکو د اواز د اوچتولو لپاره کابل ته راغلې وه .
د دایکندي د ولایتي شورا مرستیال وايي چې د هېواد دښمنان د خلکو په وژلو سره نهشي کولای خپلو موخوته ورسېږي.
د دایکندي د ولایتي شورا مرستیال ذکریا هاشمي وویل:«د افغانستان خلک دغه جنایت کارانه او بزدلانه کړنه غندي او ډاډ ورکو چې ترهګر او د پردیو مزدوران د خلکو په وژلو سره نه شي کولای خپلو موخو ته ورسېږي.»
د ولسي جرګې غړې ریحانه ازاد زیاتوي:«دغې مېرمنې په خپله ګېډه کې ماشوم درلود او حتا د دې لامل نه شو چې کابل ته رانهشي،د دایکندي ولایت ستونزمنې لارې سربېره کابل ته راغله ترڅو د خپل غږ سیاستوالو ته ورسوي.»
سمیه محمدي له کلونو راهیسې په دایکندي ولایت کې ښوونکې وه چې له دوه کلونو راهیسې د دایکندي ولایتي شورا ته بریالۍ شوې وه.
د سمیې محمدي د عمه زوی سید انور سجادي وايي:«د هغو کسانو په وړاندې چې د خلکو په منځ کې اختلافاتو ته لمن وهله درېدنه کوله او هغو کسانو چې د ګوند او ډلې څخه په ناوړه توګه استفاده کوله او د خلکو په منځ کې یې شخړو ته لمن وهله،د هغوی په وړاندې تل درېدله.»
د کابل په کارتې سخي سیمه کې د عاشورا پر ویرجنو د برید په ترڅ کې ۱۶ تنه ووژل شول او۵۰ نور ټیان شول
د مطلب کود: 132057