دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 132060
دکندهار اهل التشیع د امام حسین د ویني بانک ته ۱۴۸زره ملي لیټره وینه ورکړه
عاشورا د ورځي په مناسبت د ويني ورکول يو دود جوړ سو، ور سره سم دا مهال د عاشورا په ورځ په کندهار کي لسګونه زره سي سي وينه د ويني بانک ته ورکول سوې ده. دبانک مسؤلين وايي، ددغه ویني څخه دوئ دبیوزلو او بېړنیو ناروغانو په درملنه کي ګټه اخلي.

دمسؤلینو په خبره تر هغه وروسته، چي د عاشورا د ورځي په مناسبت د ويني ورکول يو دود جوړ سو، ور سره سم دا مهال د عاشورا په ورځ په کندهار کي لسګونه زره سي سي وينه د ويني بانک ته ورکول سوې ده.
دبانک مسؤلين وايي، ددغه ویني څخه دوئ دبیوزلو او بېړنیو ناروغانو په درملنه کي ګټه اخلي.
د کندهار د میروېس حوزوي روغتون(چینایی شفاخانه) آمر ډاکټرعلي احمد (قانع)  دخبرو پر مهال وویل، د عاشورا په ورځ يې ۳۲۹ خلطې وینه ټوله کړې ده.
هغه زیاتوي ۳۲۹ خلطي وینه، چي ۱۴۸ زره ملي لیټره کېږي، د میروېس حوزوي روغتون د امام حسین (ع) بانک ته يې سپارلې ده.
دښاغلي قانع په خبره، دیادي ویني څخه دبېړنیو ناروغانو په درمنله کي استفاده کوي او هم يې هغو ناروغانو ته دویني په بدل کي ورکوي کوم، چي دپايواز وینه يې د ناروغ د ویني سره سمه نه وي.
که څه هم مخکي دا رواج نه ؤ، چي د عاشورا ورځي دلمانځلو او ماتم په ښکاره کولو سره دي وینه ورکول سي، خو دکندهار د روغتیا مسؤلین وايي، د عاشورا د مراسمو پر مهال هر کال په زرګونه سي سي وينه دولتي روغتون ته ورکول کيږي.
دمسؤلینو په خبره له هغه وروسته، چي د عاشورا د ورځي په مناسبت د ويني ورکول يو دود جوړ سو، ور سره سم په همدې ورځو کي دویني ورکولو خورا زور اخستي او زیات کسان دویني ورکولو ته حاضرېږي.

https://avapress.com/vdch-inzv23nxvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته