کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازې سره وکتل

2 عقرب 1395 ساعت 9:01


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازې سبین سپارواسر نن له غرمې مخکې په ارګ کې پر سیمه‌ییزو مسائلو، سولې او دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې. په پيل کې اغلې سپارواسر جمهوررئیس ته په بروکسل کنفرانس کې د افغانستان حکومت د بریالیتوب او د هغه د ښو پایلو په اړه مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنو دوام ګران ښکاریده، ځکه زموږ شرایط سخت او بین المللي بحرانونه موجود وو. هغه وویل، دا اسانه کار نه و د بروکسل کنفرانس له جوړیدو مخکې ځینو هېوادونو فکر کاوه چې ښايي افغانستان سره د نړيوالې ټولنې ژمنې د پام وړ تر کچې ترسره نشي، خو د افغانستان حکومت وکولای شوای چې له تمې پورته د نړيوالې ټولنې همکاري راجلب کړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي څرګنده کړه، د مرستو مشروطول او د جمهوررئیس د پروګرامونو عملي تطبیق نړيواله ټولنه قانع کړه چې له افغانستان څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت چې کوم ګامونه په پام کې نیولي و، موږ ته یې لا ډېره انګیزه راکړه چې د المان پارلمان سره شته سوالونه حل شي او موږ وکولای شوای چې هغوی ته لا زیات وضاحت ورکړو. سبین سپارواسر له جمهوررئیس او د هېواد له لومړۍ میرمنې څخه مننه وکړه، چې د ښځو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې يې زیات کارونه او اقدامات ترسره کړي دي او هغوی ته ځانګړې پاملرنه لري. هغه زیاته کړه، دا کار موږ افغانستان سره د همکارۍ دوام ته هڅوي. د هېواد جمهوررئیس افغانستان سره د المان د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د بروکسل کنفرانس په اړه د حکومت د لاسته راوړنو په اړه د دغه هېواد له نیک نظر څخه مننه وکړه وې ویل: د بروکسل له کنفرانس څخه وروسته د حکومت کارونه چټک شوي، موږ ژمن یو چې بنسټي پروګرامونه او پلانونه عملي کړو، تر څو د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې کلک او نه په شا کېدونکی اساس رامنځته شي. هغه زیاته کړه، په اسلام کې د ښځو مقام مشخص شوی دی لومړنۍ سوداګره ښځه بي بي خدیجه وه، موږ د اسلام د مبین دین د لارښوونو سره سم خپلې ټولنې کې د ښځو په نقش ټینګار کوو او هغه پلی کوو.


د مطلب کود: 132466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132466/جمهوررئیس-غني-د-افغانستان-او-پاکستان-لپاره-المان-له-ځانګړي-استازې-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com