کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د ناوې ولسوالې له الوتونکي کمروڅخه استفاده کړې

3 عقرب 1395 ساعت 11:37


د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې طالبان په دې ولایت کې له الوتونکې کمرې(ډرون کامرې) کاراخلي. دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د هلمند د والي مطبوعاتي دفترنه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلی، لنډوخت کې طالبانو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ د نیولو انځورونه خپاره کړې دي چې ښيې دا انځورونه د بې‎پيلوټه الوتکې په مرسته اخیستل شوې دي. د یاد ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره راغلی دي، چې طالبانو یادې الوتکې له بهرنیو استخباراتي ادارو ترلاسه کړې دي او د خپلو عملیاتو د انځور اخیستنې لپاره ترې کاراخلي. سرچنیو زیاتیو، دا ډل کمره طالبانو د بهرنیو استخباراتو په مرسته تر لاسه کړې او ددې لپاره یې د برید ویډیو ترې ثبت کړې، څو یې پر مټ د خپلو پردیو بادارانو څخه امتیازات ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پیله د افغانستان حکومت د امنیتي مسایلو له امله د یادو کمرو کاروَنې باندې بندیز لګولی دی. په خبرپانه کې راغلی دي، چې په هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک له همکارۍ هم برخمن دي او په ډیرو سیمو کې یې د څار ګرو الوتکو له لورې د فضا په څارلو سره دښمن ته درانه تلفات اړولي دي.


د مطلب کود: 132529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132529/طالبانو-د-ناوې-ولسوالې-له-الوتونکي-کمروڅخه-استفاده-کړې

آوا
  https://www.avapress.com