کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګلاب منګل د یکشنبه ورځ خپله دنده پیل ګړی دي

4 عقرب 1395 ساعت 10:29


د ننګرهار ولایت والي ګلاب منګل ویلی دي، د ټولو غیر قانوني کړنو مخه به نیسي او باید پر ټولو خلکو به قانون یو شان پلی کړي. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، محمد ګلاب منګل دغه څرګندونې د ده په مشرۍ د یکشنبه په ورځ په اداري مجلس کې، چې د ولایتي شورا رییس، د ولایت مرستیال او د ټولو ادارو مشرانو برخه لرله وکړې. د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرباڼه په دغه غونډه کې د محمدګلاب منګل له خوا د ادارو مسوولينو پيژندنه، د کارونو چټکتيا، د مراجعينو کارونه پرته له ځنډه خلاصول، په اداراتو کې د نيمګړتياوو سمونه، مامورين په وخت سره په دندو کې حاضرېدل، په ولايت کې د شته ستونزو د حل له پاره لارې لټول او په ټولو يو شان قانون پلي کولو په اړه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې. سرچینو زیاتیو، د ننګرهار ولایت والي د ټولو ریاستونو ریيسانو ته لارښوونه وکړه، چې د دې ولايت پرمختګ له پاره کار وکړي. ویلګږی. چې دننګرهار ‎والي دیکشنبه ورځ په توګه خپله دنده پیل کړه دی.


د مطلب کود: 132593

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132593/ګلاب-منګل-د-یکشنبه-ورځ-خپله-دنده-پیل-ګړی-دي

آوا
  https://www.avapress.com