کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کي ۱۰ تنه داعش وسله والو وژل شوي

6 عقرب 1395 ساعت 10:25


د ننګرهار ولایت سیمه‎ يي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې‎پيلوټه الوتکې د برید په پایله کې ۱۰ د داعش ډلې وسله‎وال وژل شوي دي. دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، چارواکي ویلی دي، داعش وسله والو په ننګرهار ولایت کې لس تنه ولسي وګړي، چې زیاتره یې قومي مشران او پېژندل شوي کسانو و وژلي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی رسنیوته وویل، چې داعش وسله والو دغه ۱۰ تنه ملکي وګړي د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې وژلي. دغه زیاته کړه، داعش وسله والو په پچیراګام ولسوالۍ کې د ځینو سیمو تر نیولو وروسته د دغه کسانو په وژنه لاس پورې کړی دی. د ننګرهارد والي ویاند، عطاالله خوګیانی څرګندوي چې پر داعشیانو دا برید د پچیراګام ولسوالۍ په پاس صبرسیمه کې شوی دی. ویلګږي، چې داعش وسله والو په ځینو سیمو کې د خلکو کورونو هم سوځولي دي. دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلی دي، چې برید کې ملکي کسانو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.


د مطلب کود: 132727

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132727/په-ننګرهار-ولایت-کي-۱۰-تنه-داعش-وسله-والو-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com