کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د غرمی مخکی د متحده ایالاتو د کنگرس د پلاوی سره وکتل

6 عقرب 1395 ساعت 13:26


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سناتور جک رید په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو د څرنګوالي، تروریزم سره د مبارزې او د سیمې د وضیعیت په هکله بحث او خبرې وکړې. جمهور رئيس غني له  افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو او همکاریو د دوام قدرداني  وکړه. همدارنګه په دې کتنه کې د تروریزم د خطرونواو سیمه ییزو نا امنیو په هکله خبرې وشوې او د تروریزم پديدې پر ضد د سیمې او نړۍ  د هیوادونو پر همکارۍ ټینګار وشو. د دې لیدنې په پای کې جمهور رئیس غني او د امریکا د کانګرس پلاوي د دواړو هیوادونو تر منځ پر لا ډېرې همکاری ټينګار وکړ.


د مطلب کود: 132748

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132748/جمهور-رئيس-محمد-اشرف-غني-نن-د-غرمی-مخکی-متحده-ایالاتو-کنگرس-پلاوی-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com