کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیکا مرکز ښرنه چاودنې ۱۲ ملکي وګرټپيان کړل

7 عقرب 1395 ساعت 10:20


د پکتیکا د امنیت امرسمونوال عبدالروف مسعود رسنیو ته ویلی دي، په پکتیکا کې د یوې ماین چاودنې له امله ۱۲ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي. دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د پکتیکا ولایت سیمه ‎ييزچارواکي د پېښې څرنګوالي په اړه وویل، چې لومړی لاسي بم او ورپسې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکې وچول، او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه. دغه چاودنه دچهارشنبه ورځ د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې رامنځ ته شوې ده. د پکتیکا د امنیت امر سمونوال عبدالروف مسعود وای، چاودنه د مرکز ښرنې د شهیدانو څلور لاري کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې. نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې شپږ تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي. ولیګږي. د چاودنې مسؤولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 132778

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132778/د-پکتیکا-مرکز-ښرنه-چاودنې-۱۲-ملکي-وګرټپيان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com