کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تازه رایو شمیرنو  کی د هیلاری کلینتون څخه د ترامپ مخته کیدل

9 عقرب 1395 ساعت 9:53

په داسی حال کی چی یواځی ۱۲ ورځی د امریکا د ۲۰۱۶ انتخاباتو ته پاتی دی، ترامپ وتوانیدی چی د خپل دمکرات رقیب څخه په رایو شمیرنو کی مخته سی.


د آوا دخبرګزاری په بیان سره او د سی ان ان تلویزیون شبکی څخه په نقل سره، ترامپ وتوانیدی د فلوریدا په ایالت کی چی هم دا اوس د ریاست جمهوری نږدی انتخابات په کی صورت نیسی، د بلومبرګ د نظر سنجیو په اساس ترامپ د هیلاری څخه دوه په سله کی اضافه یعنی ۴۵٪ رایی لاسته راوړی دی. ددی نظر سنجیو په اساس، هیلاری کلینتون چی تر اوسه په اکثره نظر سنجیو کی د ترامپ څخه مخکی وو خو د بلومبرګ د رای ورکونکو سره چی مخامخ سو ۴۳٪ رایی یی لاسته راوړ او په دوهم مقام کی قرار ونیوی. سی ان ان بیان ورکړ، دا نظر سنجی په بلومبرګ کی د میزان د ۳۰ څخه د عقرب تر دریمی یاهم د اکتبر د ۲۱ څخه تر ۲۴ پوری صورت ونیوی، هیلاری کلینتون ددی نتایجو څخه سوالونه لری. په همدی حال کی د فاکس نیوز په نوی نظر سنجیو کی هیلاری کلینتون د ۴۴٪ رایو په لاسته راوړلو سره په صدر کی قرار ونیوی. د فاکس نیوز د شبکی په نظر سنجیو کی چی ترامپ هر وخت هغه د هیلاری کلینتون طرفداره بولی، د ۴۱ ٪ رایو په لاسته راولو سره په دوهم مقام کی قرار ونیوی. د فاکس نیوز نوی نظر سنجی د اکتبر د ۲۲ څخه تر ۲۵ پوری د احتمالی رای ورکوونکو کی صورت ونیوی. د بیانیو په اساس، نوی رای نیونی به د فلوریدا په ایالت کی د اکتبر د ۲۴ څخه د نوامبر تر شپږم پوری صورت نیسی. دا په داسی حال کی دی چی باراک اوباما د امریکا رییس جمهور خپل رای د اکتبر په اوومه کی د شیکاګو په ښار کی صندوق ته واچول. د امریکا د ۲۰۱۶ ریاست جمهوری انتخابات د پنځه سلویشتم ځل لپاره د نوامبر په اتمه کی رامنځته کیږی.


د مطلب کود: 132884

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132884/په-تازه-رایو-شمیرنو-کی-د-هیلاری-کلینتون-څخه-ترامپ-مخته-کیدل

آوا
  https://www.avapress.com