چارواکی وای، د پکتیا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۹ مخالف وسلهوال وژل شوی او شپږ تنو نور ټپیان دي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د ۲۰۳ تندرقول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي، داعملیات د جانيخېلو ولسوالۍ په چلم او ریشپګیو سیموکې ترسره شوي چې وسلهوالو ته سخت ګوزاربلل کيږي.
په خبرپاڼه کې راغلی دي، په دې عملیاتوکې بهرنیو ځواکونو د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.