دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 133308
د رییس جمهور اشرف غنی په مشری د اقتصاد عالي شورا جوره شوه
  لومړی د کرنې وزیر اسدالله ضمیر د کرنیزو تخمونو د تولید او تکثیر شرکتونو او زراعتي کوپراتیفونو ته د تراکتورونو د وېش میکانیزم غونډه کې مطرح کړ.     د کرنې وزیر وویل، په هېواد کې ۱۴۰۰کوپراتیفونه او ۱۳۰۰کرنیز شرکتونه موجود دي چې دا د کرنې وزارت له خوا فعالو کوپراتیفونو ته یو ښه پیغام دی.    د کرنې وزیر زیاته کړه، د چین څخه د بېلابېلو ظرفیتونو لرونکي ۳۰۰عرادې تراکتورونه چمتو شوي  او په پام کې ده چې دا تراکتورونه د کرنیزو تخمونو د تولید خصوصي شرکتونو، کرنیزو کوپراتیفونو او میکانیزه کرنیزو ستیشنونو ته ورکول شي.    هغه وویل، د دغه پروګرام موخه د کرنیز سکتور پایداره پرمختیا او خودکفایي، د خوړو د خوندیتوب ښه والی او د کرنې د میکانیزه کېدو له لارې د کرنیزو تولیداتو زیاتول دي.   د کرنې وزارت د پروګرام له مخې چې غونډې ته وړاندې شو، د دغه پروګرام نور مقاصد، د کرنیز سکتور په میکانیزه کېدو کې د کرنیزو تخمونو د تولید د مخکښو خصوصي شرکتونو دخیلول، کروندګرو ته د کرنیزو ماشین الاتو د خدماتو عرضه کول، د تخنیکي او فني مرستو له لارې د کرنیزو کوپراتیفونو د ودې نویو کرنیزو ماشین الاتو ترویجول دي.    په دغه پروګرام کې راغلي دي چې تراکتورونه به شرکتونو ته، د غنمو او نورو سټراټيژیکو نباتاتو په کروندو کې د کار، کاري مخینې او حقوقي حالت، د کرنیزو تخمونو په تولید کې عمومي ظرفیت، مالي ظرفیت، پر کروندګرو د تصدیق شویو تخمونو په خرڅلاوو کې د بازار موندنې ظرفیت او اداري او مدیریتي ظرفیت په څیر معیارونو ته په پام وېشل کېږي.   د دغه پروګرام په اساس، د کوپراتیفونو د انتخاب لپاره معیار دا دی چې د نوې اساسنامې په اساس ثبت شوي وي، پوروړي نه وي، د پورونو ورکړې ته حاضر وي او کرنیز فعالیت ولري. په پروګرام کې راغلي دي هغه شرکتونه چې نقدې پیسې ورکوي، ۵۰٪تخفیف یا (سبسایدي) او کوم شرکتونه چې خپل قسطونه درې کالو کې ورکوي ۴۰٪ تخقیف (سبسایدي) او کرنیزو کوپراتیفونو ته د تراکتورونو ورکړه په ۴۰٪ سبسایډي ورکول کېږي.    په یاد پروګرام کې څرګنده شوې ده چې په ټول هېواد کې کروندګرو، بڼوالو، دولتي بنسټونو، ښوونیزو بنسټونو او نورو ذیدخلو اړخو ته د کرنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۲۱میکانیزه ستیشنونه موجود دي.    د ولسې جرګې غړي عبیدالله رامین په دې هکله وویل، دا یو نیک او د قدر وړ ګام دی، خو باید څرګنده شي چې په هېواد کې څومره کوپراتیفونه او شرکتونه موجود دي.    د مرکزي بانک رئیس خلیل صدیق وویل په دې هکله پخوانۍ تجربه شته، خو کله چې تراکتورونه په سبسایډۍ وېشل کېږي، باید څارنه یې وشي چې کوم بل ځای ته صادر او خرڅ نشي.   د برېښنا شرکت رئیس وویل، ستونزه یوازې د کرنیزو ماشین الاتو په ویش نه حل کېږي، په کار ده په دې اړه جامع پروګرامونه موجود وي.    په اقتصادي پراخیتا کې د جمهوررئیس سلاکار درخشان عصمتي وویل، دغه مرستې دې هغو ولایتونو سره وشي چې مخکې ورسره داسې مرستې نه دي شوي او دغه ولایتونه باید د کرنیزې ودې ظرفیت هم ولري.   د مالیې وزارت معین مصطفی مستور وویل، په دې برخه کې باید قیمتونه مشخص شي، تر څو د کوپراتیفونو او شرکتونو لپاره سبسایډي روښانه شي.   د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي وویل، په پام کې نیول شویو کومکي بستو کې  دې مشخصه شي چې د پروژې له ترسره کېدو وروسته نور کوم ملاتړي  اقدامات کېدلی شي.   د هېواد جمهور رئیس وویل، د کرنې واضح تصویر باید وجود ولري او معلومه شي چې د کرنې په برخه کې کوم موثر کار کېدلی شي. هغه زیاته کړه، د کرنې په برخه کې د دولت دنده واضح نه ده او باید پوه شو چې د هېواد کومه برخه د میکانیزه زراعت لپاره مساعده ده.   جمهور رئیس غني زیاته کړه، د کرنې د ودې په خاطرباید اوبو او ټرانسپورټ ته د کروندګرو د لاسرسي موثر عوامل وارزو. هغه وویل، یو کرنیز بانک دې جوړ شي او د مرکزي بانک، مالیې او کرنې وزارتونو کارکوونکي دې کار پرې وکړي.   هغه وویل، د کرنې د میکانیزه کولو لپاره دې واضح طرحه وجود ولري، د کوپراتیفونو واقعي فهرست دې روښانه شي او په یوه میاشت کې باید نقشه تنظیم شي. جمهوررئیس ټینګار وکړ چې د کرنې له بنسټیز بدلون پرته ثبات نشي راتلی او بزګران باید بازار ته لاسرسی ولري.   د دې ناستې په بله برخه کې د خصوصي شرکتونو د ستونزې د رفعې وړاندیز په اړه چې د سوداګریز جواز تر څنګ باید د ښاروالۍ صنفي جواز جبري واخلي، بحث وکړ.   د خصوصي سکتور استازي وویل، دا تصمیم د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې پر وړاندې ستونزې ایجادوي. د تاجرانو د بې علاقۍ لامل کېږي، ځکه د دې بهیر لګښت زیات دی او د تاجرانو ستونزې ډېروي، نو په دې هکله دې له سره کتنه وشي.   په ناسته کې د ښاروالۍ استازي وویل، صنفي جواز د ښاري خدماتو د محصولاتو قانون مطابق ترسره کېږي او د قانون په اساس ټول اصناف مکلف دي چې جواز واخلي.   د مرکزي بانک رئیس وویل، اصناف باید واضح تعریف او مشخص شي چې کوم بنسټونه اصنافو او کسبګرو ته جواز او لایسنس وېشي. عبیدالله رامین هم وویل، چې موضوع ته د ښې رسیدګۍ په خاطر دې د قانون مواد تعدیل شي.    د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، د جواز په وېش کې اساسي ستونزه د خصوصي سکتور او ښاروالیو تر منځ ده. ښه به وي چې دا موضوع په پرنسیب کې فیصله شي چې د ښاروالانو د صنفي جواز اخیستل له منځه لاړ شي. هغه وړاندیز وکړ، چې کاري کمېټه دې په دې هکله د قانون د موادو د تعدیل په طرحه کار وکړي.     د عامه او ستراتیژیکو اړیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري وویل، اصنافو ته د جواز د وېش ستونزه د اصنافو او کسبګرو د ناسم تعریف د نشتوالي له امله ده.    د هېواد جمهور رئیس وویل، اصناف په هېواد کې د کار اوږده سابقه لري او یوه ډله دې د قانون د موادو د تعدیل په طرحه کار وکړي چې د دې ستونزې حل لاره مشخصه شي.   په نننۍ ناسته کې د هوایي لېږد رالېږد دهلیز موضوع د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد مطرح کړه او هر اړخیز بحث  پرې وشو. هغه وویل، د سیمې هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د صادرولو په خاطر  د یوې کارګو د جوړولو کار جریان لري.    د سوداګرۍ وزیر څرګنده کړه، د هوایي شرکتونو او سوداګرۍ خونې استازو سره خبرې شوي، څو یاده طرحه په اساسي توګه عملي کړو.   جمهور رئیس وویل، زموږ موخه د کرنیز سکتور او د هېواد د کرنیزو محصولاتو پیاوړتیا ده او هند په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی. هغه زیاته کړه، اریانا هوایي شرکت هم کوښښ کوي چې د کارګو لپاره یوه نوې برخه فعاله کړي.    جمهور رئیس غني په دې هکله د لارې د نقشې په ایجاد ټينګار وکړ او وې ویل، د هوایي کارګو د ایجاد لپاره باید واضح طرحه جوړه شي، څو د هغې مطابق اجرات وشي.    د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین وویل، د اقتصاد، مالیې او کرنې وزیرانو په دې هکله خبرې وکړې او دا طرحه یې د افغانستان د کرنې او کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره موثر اقدام وباله.
https://avapress.com/vdcdzs0fjyt0ss6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته