دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 133550
تر څو چی خارجی ځواکونه په افغانستان کی دی دا هیواد به د آرامتیا مخ ونه وینی

حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د افغان غږ د خبرګزاری مدیر، د تهران په دوه ویشتمه مطبوعاتی نمایشګاه کی رسنیو ته وویل چی د امریکا د رییس جمهور په تغیر سره دا سیاستونه به په افغانستان کی پیګیری سی ځکه چی د امریکا پلانونه په افانستان کی اوږد مدته جوړ سوی دی او دومره ژیر به تغیر ونه کړی. 
هغه د خارجیانو حضور په افغانستان کی د افغانستان د ناامنیو د لاملو څخه وبلل. 
ښاغلی مزاری تصریح کړ، غربیان د بیان آزادی، جریانونو او اسلامی حزبو په بهانی سره چی مجاهدین دی جنګ غوښتونکی معرفی او هغوی د حملی لاندی ونیول. 
د افغانستان د مسایلو دا کارپوه ټینګار وکړ: تر څو چی خارجی ځواکونه په افغانستان میشت وی افغانستان به د آرامتیا مخ ونه وینی. 
هغه اضافه کړ: د امریکایانو هدف دادی چی د افغانستان په اشغالولو سره وکولای سی څلور هیوادونه لکه روسیه، چین، ایران او هند تر نظر لاندی ولری او ددی هیوادو د اقتصاد د قوی کیدو مخنیوی وکړی. 
د افغان غږ د خبرګزاری رئیس په ادامه کی د فعال رسنیو په اړه په افغانستان کی وویل: په افغانستان کی رسنی کولای سو پر دری ډلی وویشو هغه چی قوی نه دی چی اخبار په خاص تحلیل او جهت ورکونی سره په جزئیاتو سره منعکسوی او د افغانستان د دینی او ملی منافعو لپاره کار کوی. دوهم هغه رسنی چی مطالب ښه منعکسوی خو مشخص سیاست په مخ نه نیسی او دریم ډله رسنی چی د خارجی نهادو څخه پیسی ترلاسه کوی او د غربی هیوادو د تاثیر لاندی دی او دهغوی منافعو لپاره عمل کوی. 
هغه په دی اړه چی ولی امریکا نه غواړی په افغانستان کی امنیت رامنځته سی، وویل: د امنیتی او استراتژیک پیمان امضا د امریکا د حضور د اهدافو څخه وو چی د افغانستان له لاری پر نورو هیوادو باندی نظر ولری.

https://avapress.com/vdccp1qsx2bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته