دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 133551
د امریکا پر ضد لاریون په کابل کی/خارجی ځواکونه بیله کوم قید او شرط افغانستان څخه ووځی
پر غیری نظامیانو باندی د امریکایی ځواکونو د حملی څو ورځی وروسته، د کابل ښار نن ( جمعه ) د امریکا پر ضد په لاریون بدل سوی وو.

د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، دا لاریون د ( د افغانستان د محصلانو اسلامی انجمن ) لخوا د قندوز د غیری نظامیانو د وژل کیدو په اعتراض منځته راغلی وو. 
لاریون کوونکی په دا شعار سره چی ( بیله دی چی مسلمان وو بل جرم مو نه درلودی ) د اشدو مجازاتو غوښتونکی سو د هغه کسانو لپاره چی د قندوز د غیری نظامیانو د وژل کیدو لامل سوی وو. 
( موږ بیله کوم قید او شرط د اجنبی ځواکونو د خارجیدو غوښتونکی یو ) ددی لاریون د نورو شعارونو څخه وو. 
امریکایی ځواکونه د پنج شنبی په شپه تیر اوونی د دوو سرتیرو د وینی د انتقام لپاره د طالبانو څخه، هغه محل چی ویل کیږی دا دوه سرتیری هلته وژل سوی وو، بمباران کړله. 
ددی حملی په نتیجه کی، هغه ډول چی خپله سازمان ملل وایی، ۳۲ تنه غیری نظامیان د کوچنیانو او ښځو په شتون شهیدان سول او ۱۹ نور کسان ذخمی سول. 
په قندوز کی د غیری نظامیانو وژل کیدل د مختلفو ملی او بین المللی نهادو عکس العملونو لرونکی وو. 
د افغانستان د سازمان ملل متحد معاونیت ( یوناما ) مخکی اعلان کړ چی دا سازمان په دی څیړنه کی دی چی پر قندوز باندی د حملی اصلی عاملین پیدا کړی او دا مسئله په سمه توګه وڅیړی. 
دا په داسی حال کی دی چی په هیواد کی د غیری نظامیانو د وژل کیدو تعداد ډیر سوی دی. هغه شمیرنه چی د یوناما لخوا د اکتوبر د ۳۰ څخه د نوامبر تر ۵ پوری ثبت سوی دی یعنی په شپږو ورځو کی ۹۵ ملکی کسان وژل سوی دی او ۱۱۱ تنه نور ذخمی سوی دی.

https://avapress.com/vdcdks0ffyt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته