دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 133775
ولسي جرګې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر بې‎واکه کړ
ولسي جرګې د ۷۰ سلنې بودجې نه لګښت له امله د وزیرانو د استیضاح لړۍ په ترشل کې نن( سې‎شنبې د لړم۲۵مه) څلورو نورو وزیرانو ته هم د رایو صندوقونه کېښودل.
ولسي جرګې د اوبو او انرژۍ، له نشه‎يي توکو سره د مبارزې، د کرنې او اوبو لګونې او د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیران ورغوښتي وو، خو د یادو وزیرانو نه وردګ سره ورته په غیابي توګه صندوقونه کېښودل شول. د رایو ورکړې په درشل کې یوازې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر، عبدالرزاق وحیدي بې واکه شو او د کرنې او اوبو لګونې وزیر، اسدالله ضمیر، له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزیره، سلامت اعظیمي او د اوبو او برېښنا وزیر، علي احمد عثماني پر خپل ځای پاتې شول. له دې سره ولسي جرګې د څلورو ورځو په موده کې د ۱۳ وزیرانو له ډلې ۷ تنه بې‎واکه کړل او ۶ تنو نورو ته یې د باور رایه ورکړه. ولسي جرګې د دوشنبې پر ورځ هم د وزیرانو د بېýواکه کولو لړۍ پر مخ بوتله او دلوړو زدهýکړو وزیره یې بېýواکه کړه، په دې سره د کابینې شپږ وزیران بېýواکه شول. ولسي جرګې د وزیرانو د استیضاح لړۍ په دوام د ښار جوړونې وزیر، سید سعادت منصور نادري، د لوړه زدهýکړو وزیرې، فریده مهمند او د عدلیې وزیر، عبدالبصیر انور لپاره هم د رایو صندوقونو کېښودل. دا وزیران هم د پراختیايي بودجې د ۷۰ سلنې نه لګښت له امله استیضاح شوي دي. د یادو وزیرانو له ډلې، د ښار جوړنې او عدلیې وزیران وتوانیدل چې د باور رایه خپله کړي، خو د لوړو زده‎کړو وزیره بریالۍ نشوه، او د ولسي جرګې له‎خوا بې‎واکه شوه. دا په داسی کی ده چی ولسي جرګې د یکشنبې پر ورځې(د لړم۲۳مه) په ناسته کې د پوهنې وزیر، اسدالله حنیف بلخي او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر، محمدالله بتاش د خپلې پراختیايي بودجې نه لګښت له امله بې‎واکه کړل. له بلې‎خوا د مالیې وزیر د ۸۵ باور او د ۱۱۲ نه‎باور رایو په ترلاسه کولو وتوانید چې په خپل دریځ کې پاتې شي. د ولسي جرګې له خوا د درېیو وزیرانو د بې‎واکه کولو وروسته، حکومت د استیضاح د بهیر وروستي کول غوړي، خو د خلکو استازو له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ او په غیابي توګه یې درېیو وزیرانو ته د رایو صندوقونه کېښودل. د خلکو استازو خبرداری ورکړی چې که وزیرانو د بودجې نه لګښت په اړه د قناعت وړ مالومات ورنکړل نو بې واکه به شي.
https://avapress.com/vdcbzfb8srhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته