کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو سره د مرکو بهیر پای ته ورسېد

28 عقرب 1395 ساعت 13:50


د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو سره د مرکو بهیر چې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۴مه نیټه په ارګ کې پیل شوی و، پرون ورځ پای ته ورسېد.  د یادو نوماندانو د مرکو بهیر چې لېست یې د غوراوي کمېټې جمهوري ریاست ته سپارلی و، د روانې اونۍ له پیله د جمهوررئیس محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون‌پوه محمدسرور دانش، اجراییه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، لوی څارنوال محمدفرید حمیدي، د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمدزمان سنګري او د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمیسیون رئیس ډاکټر محمدقاسم هاشمزي په حضور کې په تېرو درېوو ورځو کې په شفافه توګه بشپړ شو. په پام کې ده مرکو له لارې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غوره شویو غړیو وروستی لېست، ژر اعلان شي. ارگ - ریاست جمهوری


د مطلب کود: 133935

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133935/د-ټاکنیزو-کمیسیونونو-نوماندانو-سره-مرکو-بهیر-پای-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com