افغانستان د داعش په ګډون دغه هېواد شمالي ولایتونو ته د بهرنیو ترهګرو له راتګ څخه ډېر اندېښمن دی.
د بهرنیو ترهگرو په ځانګړی توګه د داعش ډلې له راتګ څخه اندېښمنې
29 عقرب 1395 ساعت 7:20
افغانستان د داعش په ګډون دغه هېواد شمالي ولایتونو ته د بهرنیو ترهګرو له راتګ څخه ډېر اندېښمن دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازی محمود صیقل پاکستان ته په اشاره سره وایي چې د افغانستان یو ګاونډی هېواد د ترهګرو ډلو لکه القاعده ، د حقاني شبکې او داعش څخه د افغانستان د ځینو سمیو د پرځېدو لپاره د ابزار په توګه ګټه اخلي. ښاغلي صیقل وویل:«د افغانستان یو ګاونډی هېواد،د ملګرو ملتونو له منشور سره په څرګند ټکر او د ګاونډيتوب د ښهوالي له اصل څخه،حقاني ډلې په ګډون د طالبانو له ډلې،القاعدې،داعش او نورو ډلو څځه د ځینو ولایتونو د مرکزونو د پرځېدو او د خلکو په منځ کې د بې اتفاقۍ د رامنځته کولو لپاره کار اخلي.» د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د افغانستان له خلکو او حکومت څخه د ملاتړ په منظور خپل کلنی پریکړه لیک د رایو په اتفاق سره لاسلیک کړ. په همدې حال کې د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل چې طالبان د جګړې له لارې خپلو موخو ته رسېدالی نهشي. ښاغلي دانش څرګنده کړه:«طالبان باید د سولې او خبرو اترو له لارې پر مخ ولاړ شي او زموږ دغه پیغام د دولت ټولو مخالفو وسلهوالو ته دی چې هغوی هېڅکله له پوځي لارې بریالي کېدای نهشي.» له بلخوا د هېواد یو شمېر سیاسي څېرې د پنجشر د مجاهدینو د شورا په غونډه کې وویل چې د هېواد د پرمختګ راز په یووالي کې رانغښتی دی. د مشرانو جرګې غړي محمد عملم ایزدیار وايي:«په اوسني وخت کې زموږ د خلکو په منځ کې د پیوستون رامځته کولو ته ډېر اړه تیا ده.موږ باید له ترهګرو سره د مبارزې لپاره خپلې ولسي شورا ګانې پیاوړې کړو.» د ولسي جرګې غړي عبدالحفیظ منصور هم زیاته کړه:«نن دغه پروګرام ښيي چې زموږ پوه خلک تل په صحنه کې حضور لري.توطئه تراوسه هم دوام لري او د شنډولو لپاره یې باید خپلې هڅې وکړو.» له دې سره سره په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړی استازی واشنګټن ته په غیر مستقمه اشاره کې وایي چې د افغانستان د سولۍ د بی پایلې پاتې کېدو لامل د ځینو هېوادونو مایوسه کېدل او د سولی په برخه کې د پاکستان څنډې ته کېدل دي.او دا شونې ده چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو د امن پر پټنځای بدل شي.
د مطلب کود: 133946