د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د تېرو ۲۴ ویشتو ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو له امله ۱۴ وسلهوال وژل شوي دي.
د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۴ وسلهوالو وژل کېدل
30 عقرب 1395 ساعت 20:04
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د تېرو ۲۴ ویشتو ساعتونو په ترڅ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو له امله ۱۴ وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا عملیاتو د هېواد په لغمان، ارزګان، هلمند، پکتیکا، وردګو او ننګرهار ولایاتونو کې ترسره شوي دي. ویل شوي چې په دې عملیاتو کې ۱۰ ترهګر ټپیان او ۸ نور نیول شوي دي. خبرپاڼه وړاندې کاږي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي. په دې عملیاتو کې د ملکي کسانو او افغان ځواکونو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 134042