کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني په رسمي سفر ترکمنستان ته روان شو

6 قوس 1395 ساعت 10:23

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د درې ورځني رسمي سفر په موخه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمینې عشق‌آباد ته روان شو.

د هېواد جمهوررئیس به په عشق آباد کې د ملګرو ملتونوسازمان د سرمنشي بانکي مون په مشرۍ ”د پایداره ترانسپورټ نړيوال کنفرانس" کې چې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران به په کې حضور ولري، ګډون او وینا وکړي.

جمهوررئیس غني به همدارنګه د "اتامراد – امام نظر (ترکمنستان) او اقینه (افغانستان)" د اوسپنې اسیا بین المللي پټلۍ د پرانېستې مراسمو کې چې د ترکمنستان په ترکمن آباد ښار کې جوړيږي، ګډون او وینا وکړي.

د هېواد جمهوررئیس به د دغه سفر په څنډه کې د ترکمنستان او ګرجستان جمهوررئیسانو سره په جلا کتنو کې د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني به همدارنګه په عشق اباد کې د ترکمنستان د تولیداتو نندارتون، د المپیک ښارګوټی او نساجۍ فابریکه وګوري. پر دې سربېر به جمهوررئیس په عشق آباد بین المللي انستیتوت کې وینا هم وکړي.

د هېواد جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ټرانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د فوایدعامې وزیر محمود بلیغ، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکاران، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د ملي امنیت شورا مرستیال فیض الله ذکي، او د جمهورري ریاست د مقام ویاند محمدهارون چخانسوري ملتیا کوي.

د مطلب کود: 134297

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/134297/جمهور-رئیس-غني-په-رسمي-سفر-ترکمنستان-ته-روان-شو

آوا
https://www.avapress.com