د بدخشان چارواکي واي، د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له ولکې تر نهو میاشتو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوه.
د بدخشان ولایت تګاب ولسوالی د طالبانو له شتونه پاکې شوي ده
10 قوس 1395 ساعت 16:21
د بدخشان چارواکي واي، د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له ولکې تر نهو میاشتو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوه.
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخي، چې د امنیتي ځواکونو د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت تګاب ولسوالۍ ټولې برخې د وسله والو مخالفنیو له شتونه پاکې شوې ده.
د بدخشان ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن رسنیوته وویل، دا عملیات ددي ولایت سیمه ییزو د پاڅون کوونکو په ګډون امنیت ملی، ملي پولیسو او ملي پوځ له خوا پیل شوي دې.
خو تر اوڅه طالبان څه ندې ویلی.
د مطلب کود: 134543