کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت جعلي استازي یو کس نیول شوي دي

11 قوس 1395 ساعت 17:07

ملي اردو په بلخ ولايت کې هغه جعلکار نيولى چې ځان يې په شمالي ولايتونو کې د ملي امنيت شورا استازى معرفي کول وه.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نیول شوی کس د سردار زمري داوود نومېږي.
په خبر پانه کې راغلي دي، چې دغه کس سردار زمري داوود د هېواد يو شمېر شمالي ولايتونو ته د سفر پر مهال د ملي امنيت شورا له نوم څخه ناوړه استفاده کړې او ځان يې هيئت او استازی معرفي کړی وه.
سرچینو زیاتیوي، چې یاد کس د ملي اردو ځواکونو له لوري نيول شوی او دا مهال د ملي امنيت لوی رياست په توقيف کې تر پلټنو لاندې دي.
د ملي امنيت شورا دفترخبر داري وړکړي ده، چې له رسمي خبرتيا پرته پر مشکوکو کسانو اور ونه کړي.


د مطلب کود: 134618

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/134618/ملي-امنیت-جعلي-استازي-یو-کس-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com