کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز ولایت په نا امنو کلیو کې د ۹ ترهګرو وژل کېدل

14 قوس 1395 ساعت 17:49

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان ګډو ځواکونو پوځي عملیاتو له امله د کندز ولایت په نا امنو وکلیو کې ۹ ترهګر وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.


و آوا د خبر له مخی:دا عملیات د ترهګرو له شتون څخه د کندز ولایت نا امنو سیمو پاکولو په موخه د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
دا عملیات د کندز ښار اړوندو په زرخرید، گورتیپه، زاخیل، علی‌خیل او شوره‌خاک کې ترسره شوي او دا سیمې په بشپړه توګه د ترهګرو له شتون څخه چاڼ شوې دي.
په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي.
خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.


د مطلب کود: 134754

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/134754/د-کندز-ولایت-په-نا-امنو-کلیو-کې-۹-ترهګرو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com