دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۱
د مطلب کود : 135195
د مخامخ او مشروطو خبرو لپاره امریکا ته د طالبانو وړاندیز
د طالبانو ډلې له امریکا څخه غوښتي دي ترڅو د مخامخ او مشروطو خبرو اترو لپاره له دغې ډلې سره خبرې اترې پیل کړي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی : په قطر کې د طالبانو د دفتر په رسمیت پېژندل،د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د نومونو ایستل له امریکا سره د دغې ډلې د مخامخ خبرو اترو له بنسټیزو شرطونو څخه دي.
طالبان د سولې خبرو د پیل لپاره یوه غوښتنه او دوه مخکني شرطونه لري. غوښتنه یې له واشنګتن سره مخامخ خبرې او شرطونه یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندل او د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړه څخه د دغې ډلې د مشرانو د نومونو ایستل دي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره باید له وار مخکې شرطونه کې نه ښودل شي.هغوی وايي چې افغان حکومت د ملت د ارادې د ممثل په توګه د سولې په هر بهیر کې دخیل وي.
د سیاسي چارو کارپوه صالح محمدریګستاني وویل:«مذاکرات باید له مخکنیو شرطونو څخه پرته پيل شي وروسته د مذاکرې په لړ کې په خپله شرطونه مطرح کېږي طالبان په ژمي کې مذاکرات پيل وي او په اړوي کې جګړه کوي،د هغوی مذاکرات هېڅکله صادقانه نه وو،د دې لپاره ناشوني شرطونه اېږدي.»
د سیاسي چارو شنوونکی وايي:«ترکله چې افغان حکومت په نېغه توګه د سولې په هر بهیر کې دخیل نه وي او د افغان دولت عمده ونډه ونه‎لري د افغانستان د خلکو لپاره به د منلو وړ نه وي.» په دوحېې کې د طالبانو سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د سولې د خبرو ترسره کېدو په موخه پرانیستل شو، خو دا دفتر د افغان حکومت لخوا په رسمیت ونه پېژندل شو او له هغه وروسته د سولې خبرې بندې شوې.
د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د سولې هڅې له سره پیل شوې، د تل په څېر طالبانو د سولې پغیام په ځانمرګو او ډله‎يیزو بریدونو پیل کړ خو د حکومت د سولې هڅو پایله ونه لرلې. تر هغه چې ولسمشر غني په وروستي مورد کې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله نوم په تور نوملړ کې شامل کړي.
حکومت د طالبانو د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.
https://avapress.com/vdcjhieviuqetvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته