دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 135781
ناپېژانده وسله‎والو د عبدالسلام ضعیف پر کور برید کړی
عبدالسلام ضعیف د طالبانو په رژیم کې د اسلام‎اباد سفیر وه او په وروستیو کلونو کې په کابل کې ژوند کوي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری له مخی : د کابل پولیس وايي چې د جمعې پر ماښام (د مرغومې په ۳)پر موټر سایکل سپرو دوه بریدګرو په پاکستان کې د طالبانو د رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر کور برید کړی دی،خو بریدګر توانېدلي دي چې له پېښې څخه تېښته وکړي.

د کابل پولیس وايي چې په دغه برید کې د ښاغلي ضعیف ساتونکی وژل شوی دی.

تراوسه چا د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو په رژیم کې د اسلام‎اباد سفیر وه او په وروستیو کلونو کې په کابل کې ژوند کوي.

ښاغلی ضعیف په ۲۰۰۱ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او تر ۲۰۰۵ زیږدیز کاله په ګوانټانانو کې بندي وه او په ۲۰۱۰ کال کې د ملګرو ملتونو د تور نوملړ څخه یې نوم لیرې کړل شو.
https://avapress.com/vdcaamn6649ne01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته