کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان امنیتی ځواکونه پروسله والو مخالفینو مبارزه کوي

8 جدی 1395 ساعت 0:31

د کورنيو چارو وزارت ویلی دی، افغان امنیتی ځواکونه توان لري چې پر وسله والو مخالفینو مبارزه وکړي.


د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخې، ستر جنرال عبدالرحمن رحمن دختيځ زون په ټولو امنيتي ځواکونو ‎او په سرحدي پوليسو کي غږ وکره. چې د امنيت د تامين او سرحدونو د کنټرول په برخه کې کوشش وکړي.

عبدالرحمن رحمن، پرون په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د نوي قوماندان د معرفۍ په غونډه کې سمونوال محمدايوب حسين خېل د سرحدي پوليسو د نوي امنيه قوماندان په توګه معرفي کړل.

هغه وای،‎ چې پاسوال حسين خېل ته دغه دنده د خپلې وړتيا له امله ورکړل شوې ده.

نوموړي محمد ایوب حسین خېل ته سپارښتنه وکړه چې بايد د خپلو منسوبينو د منسجموالي، روزنې او اکمال په برخه کې هلې ځلې وکړي.


د مطلب کود: 135861

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135861/افغان-امنیتی-ځواکونه-پروسله-والو-مخالفینو-مبارزه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com