دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۹
د مطلب کود : 135993
د داکتر عبدالله کتنه د هرات د ولایت د محلی مقاماتو سره په کابل کی
د کتور عبدالله عبدالله؛ د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رییس د محمد آصف رحیمی د هرات والی سره، د ولایتی شورا ځینو غړو سره، ددی ولایت د اکشافی شورا رییسانو او قومی منتفذانو سره کتنه وکړه او دهغوی غوښتنی په مختلغو برخو کی بالخصوص د ماستی رشتو په رامنځته کولو کی د هرات د پوهنتون په چوکات کی، د هوایی میدان پراختیا، د محلی رسنیو د مالیاتو لږول د ملی رسنیو په وړاندی، د سلما د بند د اوبو سم تقسیم او د زراعتی برنامو پراختیا تر بحث او څیړنی لاندی ونیول سو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، محمد آصف رحیمی د هرات والی وویل: د هرات محلی اداره په ټول توان سره هڅه کوی تر څو ددی ولایت ټول اوسیدونکو مشکلاتو ته رسیدګی وکړی خو په ډیرو مسایلو کی د مرکزی حکومت مرستی ته اړتیا لری. ښاغلی رحیمی د هیواد د اجرائیه رییس څخه وغوښته چی د هوایی میدان د تکمیل لپاره، زراعتی پراختیا او ددی ولایت اوبو منابعو تقویت ته ډیر توجه وکړی.

د ولایتی شورا غړی د رییس اجرائیی د هڅو او مرستو څخه په قدردانی سره د هغه څخه وغوښته؛ د یو مدون نظارتی میکانیزم د تدوین لپاره د ولایتی شوراګانو لپاره، د ښځو د نقش ډیروالی په محلی اداراتو کی، د محلی رسنیو د مالیاتو لږول، د پاسپورت د روند سریع کول او ددی ولایت د ناامنو ولسوالیو د امنیت په تامین کی توجه وکړی.

هغوی په ادامه کی وویل: تر اوسه د هرات په پوهنتون کی د موجود ظرفیت برخلاف و د محصلینو د تقاضا برخلاف یواځی د ادبیاتو رشتی د ماستری په مقطع کی تدریس کیږی په داسی حال کی چی د ماستری په مقطع کی د نورو رشتو د رامنځته کولو امکانات سته خو تر اوسه کوم اقدام صورت نه دی نیولی، دهرات د ولایت خلګ د ملی وحدت د حکومت څخه انتظار لری چی په دی برخه کی او د هوایی میدان په تکمیلیدو کی اقدام وکړی.

هغوی دا ابراز درلودی: د سلما د بند په تکمیلیدو سره د هرات ولایت خلګ نسبت و منظم آب یاری او زراعتی پراختیا ته هیله مند سوله خو په کال کی ځینی ولسوالیانی د اوبو د کمښت سره مخ وو،  خلګ د ملی وحدت د حکومت څخه غواړی چی د اوبو د تقسیم او مدیریت په برخه کی ډیر کار وکړی.

د هیواد اجرائیه رییس د اشتراک کوونکو د غوښتنو د اوریدو وروسته وویل: د ملی وحدت حکومت د ولایتی شورا د نظارتی میکانیزم د تدوین لپاره او د ولایتونو د بودجی د مشکلاتو د حل لپاره هڅه کوی او په دی اړه کارونه جریان لری. د محلی رسنیو مالیات به د ملی رسنیو په نسبت کموالی و مومی، د پاسپورت مرکزی اداری او امنیتی نهادو مسؤولینو ته هدایت ورکوی تر څو د هرات د ناامنو ولسوالیو مسئله او د پاسپورت د اخیستو د روند سریع کولو مشکلات ل کړی او لازم اقدامات ترسره کړی.

د هیواد اجرائیه رییس د زراعتی پراختیا او ماستری رشتو په رامنځته کولو کی وویل: د عالی تحصیلاتو وزارتونو او زراعت او آب یاری وزارت ته به هدایت ورکړی چی په یو بل جلسه کی د هرات د ولایتی شورا د غړو په شتون دا موضوعات وڅیړی او دهغه وروسته عملی اقدامات تر لاس لاندی ونیسی.
https://avapress.com/vdcf1tdymw6dm1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته