دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 136094
اوباما د افغانستان په جګړه کې مات شوی دی
د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې یو وخت یې د افغانستان جګړه د ګټلو وړ ښه جګړه بللې وه اوس چې د هغه دنده پای ته رسېږي، وايي چې د افغانستان جګړه د افغانانو ده. نیوریاک ټایمز د افغانستان په هکله د اوباما دریځ څېړلی او لیکلي یې دي چې اوباما ژمنه کړې وه چې د خپلې ولسمشرۍ تر پایه به وروستی سرتېری هم له افغانستان څخه بهر کړي، خو اوس یې دنده پای ته رسېدونکې ده او زرګونه امریکايي سرتېري لاهم په افغانستان کې پراته دي.

  نیوریارک ټایمز په خپله تازه مقاله کې د افغانستان په هکله د بارک اوباما اته کلن سیاست ته کتنه کړې. په دغه مقاله کې راغلي چې اوباما په اوږد مهال کې تمه لرله چې د دندې له پای ته رسېدو سره به له افغانستان څخه وروستی امریکايي سرتېری هم بهر کړي، خو اوباما د سرتېرو ویستل و درول او لاهم په افغانستان کې زرګونه امریکايي سرتېري تر نامعلومې مودې په افغانستان کې پراته دي.

  ولسمشر بارک اوباما ۲۰۰۹ډسمبر کې وايي: “د تاوتریخوالي او سخت دریځۍپه خلاف مبارزه به په چټکۍ پای ته ونه رسېږي او له افغانستان او پاکستان څخه به نورو سیمو ته سرایت وکړي.”

  بارک اوباما د ۲۰۱۲په مې ماشت کې وايي: “مونږ د جګړې تر لوغړن سیورې لاندې څه لهپاسه یوه لسیزه سفر کړی دی. دلته په افغانستان کې چرګ غږ مهال مونږ کولای شو چې د یوې روښانه ورځې رڼا ووینو.”

  ورځپاڼېلیکلي چې د امریکا د امنیت شورا په غونډه کې د ۲۰۱۵ميلادي کال په اګسټکې د افغانستان مسايل داسې را و نغاړل چېهېواد نور د ملت جوړونې په لاره نه ورځي.

  ورځپاڼېد اوباما خبرې داسې تعبیر کړېچې ګواکي اوباما غوښتل په ډاګه کړي چې په افغانستان کې لهدوو زرو د ډېرو امریکايي سرتېرو له وژل کېدو، څوارلس کلنې خونړۍجګړې او میلیاردونو ډالرو له لګولو سره سره دغه هېواد دموکراسې ته نه دی چمتو او نه شي کولی له خپله ځانه دفاع وکړي.

  اوباما د ۲۰۱۶ميلادي کال په سپټمبر کې وايي: “مونږ په افغانستان کې لاهم څو زره سرتېري لرو او هغه هېواد لاهم او د تل له پاره زمونږ د سرتېرو له پاره خطرناک دی او ډېر تلفات مو ورکړي، خو اوس دا د افغانانو جګړه ده.”

  اوباما ویلي چې د ترهګرۍ ګواښونه واقعي دي او امریکا نه شي کولای ځان ګوښی کړی او افغانستان د سخت دریځو د ودې په امن ځای واړوي. د افغانستان په ولسي جرګه کې د اوباما دریځ ته داسې کتنه کېږي. د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي: “امريکا په افغانستان کې د جګړې له درېدو او ترورېزم د ځپلو له پاره موافقه نه ده. په تېرو شپاړسو کلونو کې چې د بوش، اوباما او راتلونکي کې به ټرمپ هم وي او دا د موږک او پيشو سريال به ادامه ولري، نو داسې کار دې وشي چې نه د افغانستان نظام سقوط وکړي او نه هم طالبان بريالي شي.”

  د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني وايي: “په تېر وخت کې د اوباما سياست بريالي نه و او ښې پايلې يې نه لرلې بله دا چې په افغانستان کې يې جګړه هم پای ته ونه رسولې.”

  نیویارک ټایمز خپله مقاله په دې پای ته رسوي چې اوباما اوس دې ته چمتوالی نیسې چې د افغانستان د جګړې دروند بار د نوي ولسمشر ډونالډټرمپ په اوږو ور واچوي.
https://avapress.com/vdci3qaz5t1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته