کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان ولایت کې د ډبرو سکرو د کان ۱۲ کارګر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي

18 جدی 1395 ساعت 7:21

ناڅرګندو وسلوالو نن مازیګر د بغلان ولایت د تاله و برفک د ډبرو سکرو د کان ۱۲ کارګر وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.


د آوا د خبرگراری له مخی : د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امیت آمر امیرګل حسین خېل پېښه تائیدوي او وایي، دغو کسانو په شمال کې د ډبرو سکرو د تصدۍ ریاست ته کارکاوه، چې د تاله وبرفک ولسوالۍ په انار دره سیمه کې بامیانو ته نږدې ورته دغه مرګ و ژوبله اوښتې ده.

  ځینو سرچینی ویلی دی، چې دغو کسانو خپلسرې کیندنې کولې ، چې وسلوالو د کان د کارکوونکیو په شک وژلي دي.

  تر دې دمه کومې ډلې د پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو ټپیانو ویلي، چې د داعش غړیو دغه کار کړی دی.


د مطلب کود: 136240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136240/په-بغلان-ولایت-کې-د-ډبرو-سکرو-کان-۱۲-کارګر-وژل-شوي-او-۵-نور-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com