کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامی حزب رهبر حکمتیار:

کابل ته د راتلو لپاره د هیڅ څوک و موافقت ته اړتیا نه لرو

18 جدی 1395 ساعت 7:37

اسلامی حزب د ګلبدین حکمتیار په مشری په یو بیانیه کی ویلی دی، کابل ته دراتلو لپاره نه هم د کوم هیواد څخه ویزه غواړو او نه هم د چا و موافقت ته اړتیا لرو.


د آوا آژانس د خبرګزاری له مخی، د ګلبدین حکمتیار اسلامی حزب د روسیی د مخالفت په وړاندی د حکمتیار د نوم ایسته کیدل د سازمان ملل د تور لیست څخه په عکس العمل سره؛ په یو بیانیه کی اعلام کړ چی که د افغانستان دولت بالخصوص رییس جمهور غنی ددی سولی موافقنامی سره موافق وی، د اسلامی حزب رهبر آماده دی چی کابل ته راسی.

  د اسلامی حزب په اعلامیه کی راغلی دی، د اسلامی حزب رهبر ددی لپاره منتظره نه پاته کیږی چی د اسلامی حزب د غړو نومونه د سازمان ملل د تور لیست څخه ووځی.

  اسلامی حزب د کابل د سفر مخکی ددی حزب د بندیانو د آزادۍ او د مهاجرینو د ځای پرځای کیدو روند غوښتونکی سوی دی.

  اسلامی حزب د روسیی برعلاوه  د فرانسی څخه هم نوم اخیستی دی او د رسنیو په نقل سره ویلی دی، دا دوه هیوادونه د اسلامی حزب او افغانستان دولت د سولی په روند کی خنډ منځته راوړی؛ خو دا کار ددواړو هیوادو رسمی کار نه دی.

  د اعلامیی په اساس د جنګ دوام د هیڅ لوری په ګټه نه دی.

  د رییس جمهور غنی او اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولی موافقنامه د تیر کال د سیپتمبر په نه ویشتمه امضاء سو.

  د هغه وروسته، د افغانستان حکومت ددی خزب د رهبرانو او برجسته کسانو د سازمان ملل د تور لیست څخه  د نومونو دایسته کیدو غوښتنه ددی سازمان و امنیت شورا ته واستول؛ خو په آخر کی روسیه په دی اړه اندیښنی شکاره کړی دی.


د مطلب کود: 136247

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136247/کابل-ته-د-راتلو-لپاره-هیڅ-څوک-موافقت-اړتیا-نه-لرو

آوا
  https://www.avapress.com