یو محلی سرچینه د عراق د نینوا څخه خبر خپور کړی دی چی ابوبکر بغدادی، د داعش ډلی سرپرست دری کسه د ځایناستی په توګه معرفی کړ چی د هغه د وژل کیدو په صورت کی هغوی څخه به یو د داعش تروریستی ډلی سرپرست سی او دهغو څخه یو کس، عراقی دی.
البغدادی دری کسه د ځای ناستی په توګه معرفی کړ
18 جدی 1395 ساعت 7:49
یو محلی سرچینه د عراق د نینوا څخه خبر خپور کړی دی چی ابوبکر بغدادی، د داعش ډلی سرپرست دری کسه د ځایناستی په توګه معرفی کړ چی د هغه د وژل کیدو په صورت کی هغوی څخه به یو د داعش تروریستی ډلی سرپرست سی او دهغو څخه یو کس، عراقی دی.
د آوا د خبرګزاری له مخی د العالم شبکی څخه په نقل سره چی سومریه خبری شبکی ته وویل: د داعش ډلی رهبران د موصل په راسته اړخ کی د دری کسه د ځایناستی په اړه خبری کوی چی یو یی عراقی دی.
دا سرچینه ویلی دی چی اوس د البغدادی د ځایناستی خبره شکاره سوی دی او دا خبره د ډیرو خلګو و غوږو ته رسیدلی دی.
دا پوه سرچینه چی وغوښتل نوم یی فاش نه سی وویل: د البغدادی د ځایناستی خبری په اشغال سوی سیمو کی اوس منع نه دی... بلکه اوس د البغدادی د ځایناستی خبری په دی معنی دی چی د البغدادی وروسته نوی مرحله شروع کیږی.
مخصوصآ د هغه د لادرکه کیدلو مصئله په یو دم سره د رهبرانو ترمنځ ډیر سوء ظن منځته راوړی دی او ددی ډلی د عناصرو روحیه کمزوری سوی دی.
د ویلو وړ دی چی البغدادی آخری ځل د یو صوتی فایل په ډول د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په دریمه د حضور اعلام وکړ. هغه په دی صوتی فایل کی د خپلو هوادارانو څخه غوښتی وو چی ترکیه او عربستان باندی حمله وکړی. همدارنګه ټینګار کړی وو خلافت به کوم مشکل پیدا نه کړی.
د مطلب کود: 136248