کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د اوباما اته کلن سياست ارزول کېږي

20 جدی 1395 ساعت 7:47

د امریکا د کانګرېس یوه غړي ویلي،اوس د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې د اوباما د اته کلن سیاست بیا ارزونه پیل شي.


د آوا دخبرګزاری له مخی: د کانګرېس غړي جان برتن ویلي چې د امریکا نوی حکومت به په افغانستان کې په پوځي او سیاسي برخو کې ګټور ګامونه اوچت کړي. په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر وايي چې د افغانستان وضعیت د اوباما د دورې د پیل په وخت له اوسني حالت څخه ناوړه و.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما چې کاري دوره یې پای ته رسېدونکې ده، تمه لرله چې د کار له پای ته رسېدو سره به له افغانستان څخه خپل سرتېري ور ټول کړي او جګړې ته به پای ورکړي، خو وضعیت اوس د هغه د تمې خلاف دی. زرګونه امریکايي سرتېري لاهم په افغانستان کې پراته دي او په جګړه کې ښکېل دي.

د امریکا د کانګرېس یوه غړي ډن برتن وویل چې اوس هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې د امریکا په تګلاره له سره غور وشي.

د امريکا د کانګرېس غړی ډن برتن وايي: “فکر کوم چې د افغانستان په هکله زمونږ سیاست ډېر مهم دی. اړتیا ده چې مونږ اوس د افغانستان په هکله د اوباما اته کلن ماموریت او سیاست و ارزوو. مونږ به ټول هغه څه وکړو چې وکولای شو افغانستان د یوه ازاد او خپلواک هېواد په توګه وساتو. امریکايي سرتېري له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه مخ کې ځي.”

په امریکا کې پوځي کارپوهان هم د افغانستان په اوسني وضعیت ناخوښ دي. دوی هم د افغانستان په هکله د امریکا په تګلاروله سره د غور غوښتنه کوي.

پوځي کارپوه هونل فیلز وايي: “د افغانستان حالات باید و ارزول شي، د دغه هېواد حالات خپله د دې غوښتنه کوي چې باید شرایط یې ور ازول شي. دا باید ومومو چې آيا په افغانستان کې د حل لاره شته او که نه. مونږ باید په افغانستان کې مثبت بدلونونه ووینو.”

د امریکا د دفاع وزیر بیا په خپل یوه لیک کې په ډاګه کړې چې کله په ۲۰۰۹میلادي کال کې اوباما واک ته ورسېد، نو د افغانستان شرایط ډېر ترینګلي وو، له همدې کبله يې د القاعدې او نورو سخت دریځو د ځپلو له پاره ډېر سرتېري ولېږل.

د امریکا د دفاع وزیر شتون کارټر وايي : “هیله مې دا ده چې راتلونکی حکومت به له افغانستان سره د پرمختګ اړیکېوپالي، ځکه چې افغانان د امریکا مرستو ته د څو کلونو له پاره اړتیا لري.”

دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن په دسمبر کې په ډاګه کړې وه چې افغان ځواکونه د خپل هېواد په ۶۴سلنهخلکو واک لري.


د مطلب کود: 136341

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136341/افغانستان-کې-د-اوباما-اته-کلن-سياست-ارزول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com