دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۷
د مطلب کود : 136342
فراه والي دغه ولایت ته د ۲۰۰ ایتالیوي سرتېرو له رسیدو هرکلی کړی
فراه والي وايي، دغه ولایت ته د بهرنیو سرتېرو په راتګبه افغان پوځیان د مخالفینو په ځپلو کې نور همبرلاسي شي.
د افغان غږ خبری آژانس دخبر گزاری له مخی : فراه والي آصف ننګ زیاتوي،په فراه کې د بهرنیو سرتېرو شتون ته اړتیا وه او شته.

د نوموړي په وینا؛دغه سرتېري به په بېلابېلو عملیاتواو هوایيبریدونوکې له افغان پوځیانو سره همکاري وکړي.

ښاغلي ننګ ویلي، راتلونکی کال به د امنیتي ګواښونو له پلوه یو سخت کال وي؛خو افغان پوځیان د مخالفینو په وړاندې د هر ډول مبارزې چمتووالی لري.

د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي؛څه باندې دوه سوه سرتېري یې وړمه ورځ فراه ته رسیدلي، چېله افغان پوځیانو سره مرسته وکړي.

په فراه کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته ایټالوي او امریکايي ځواکونه میشت وه، چې په ۲۰۱۲ کال کې له دغه ولایته وتلي وه.

تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکا هلمند ته درې سوه نور پوځيان لیږي؛ خو اوس د فراه چارواکي وايي، دغه ولایت ته د تېرې جمعې په ورځ دوه سوه ایټالوي عسکر ورغلي دي.

فراه ته ایټالوي ځواکونه په داسې مهال کې رسیږي، چې تازه په دغه ولایت کې له طالبانو د ایران د ملاتړ گنگوسي تاوده شوي دي.
https://avapress.com/vdceep8zwjh8xxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته