دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 136386
د ۲۰ ډولو څخه ډیر د مخدره توکو تخم په افغانستان کی د قاچاقیانو لخوا توزیع کیږی
د مخدره توکو د مبارزی وزارت په یو ناسته کی د کوکنار د مزارع د منځه وړلو تر عنوان لاندی اعلام کړی دی چی په افغانستان کی د ۲۰ ډولو څخه ډیر د مخدره توکو ( تریاک ) تخم د قاچاق برانو لخوا توزیع کیږی.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبرګزاری له مخی، سید نجیب الله احمدی، د مخدره توکو سره د مبارزی دوزارت د سروی رییس د یو بیانیی په ارائه کولو سره د کوکنار د کرلو په اړه په ټول افغانستان کی بالخصوص د هیواد لویدیځ زون باندی وویل چی د ۲۰ نوعو څخه ډیر د مخدره توکو تخم په افغانستان کی د قاچاق برانو لخوا توزیع کیږی.

ښاغلی احمدی اضافه کړ چی د مخدره توکو د ډولونو څخه یواځی یو ډول یی افغانستانی تخم دی او نور افغانستان ته قاچاق کیږی.
https://avapress.com/vdcc4eqse2bq118.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته