د
افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبرګزاری له مخی :
ولسمشر غني د سېشنبې په ورځ(د مرغونې په ۲۱ مه) د افغانستان د شاهي
هغه وویل:«له دې سره چې د دغه تړون له منعقد کېدو سره شفیق ډېر تر فشار لاندې وه خو هغه عقیده لرله چې د سمې او ګاونډي هېوادونه باید خپلې ګډې ګټې وپېژني او دغه تړون د دوستۍ لپاره وي. او دغه تړون افغانستان ثبات ته رسوي.اوس د دغه تړون تطبیق وخت رارسېدلی چې د افغانستان د خلکو او د سولې او ټیګاو په ګټه دی.»
ولسمشر غني، د ۱۳۴۳ هجري لمریز کال د اساسي قانون د تدوین په کار کې د محمدموسی شفیق هڅې چې د اساسي قانون د لویې جرګې منشي و ډېر ارزښتمنې بولي.
د هلمند سیند د اوبو د حق تړون چې د محمدموسی شفیق لخوا د هغه وخت د ایران له لومړي وزیر امیرعباس هویدا سره په ۱۳۵۱ هجري لمریز کال کې لاسلیک شو د نوموړي له مهمو کارونو څخه ګڼل کېږي، اوس له کابو نیمې پيړۍ وروسته ولسمشر غني د دغه تړون عملي کېدل د هېواد د سوکالۍ او ثبات لپاره مهم بولي.
ښاغلي غني زیاته کړه:«موسي شفیق څو اړخیزه شخصیت درلود هغه د قانون اهمیت ته توبه او د قانون واکمنۍ ته یې درناوی درلود.»
په دغې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاحالدین رباني، موسی شفیق د ډیموکراسۍ په لسیزه کې اغیزمن شخصیت بولي او د بهرنیو اړیکو په ښه کولو او د سیمې په کچه په باور جوړونه کې د هغه د رول یادونه کوي.
ښاغلي رباني زیاته کړه:«موسي شفیق له ګانډیو سره د اړیکو او همکاریو په لرلو ټینګار درلود، ملي ګټو ته یې ارزښت ورکاه.دغه تړون غوره تړون وه او اوس د افغانستان ډیپلوماسي دستګاه سیاسي موخې تعقیبوي.»
محمدموسی شفیق په ۱۳۰۸ هجري لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی، د دیني علومو په مدرسه کې یې زده کړه کړې، لوړې زده کړې یې په مصر او وروسته د کولمبیا په پوهنتون کې د فوق لیسانس تر کچې پاي ته ورسولې.
نوموړی د پوهنتون استاد و او وروسته د عدلیې په وزارت کې د مدیر، د قوانینو د رییس او د معین، د بهرنیو چارو د وزیر او همداراز د افغانستان د لومړي وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي. د داوود خان کودتا د موسی شفیق لومړي وزیرتوب ته د پای ټکی کېښود او بندي شو خو وروسته د تره کي د رژيم پرمهال اعدام شو.