کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نمایندګانو مجلس د رئیس جمهور څخه د فوق العاده امنیتی جلسی د رامنځته کیدو غوښتونکی سو

23 جدی 1395 ساعت 9:59

د نماینده ګانو مجلس په هیواد کی د پرون د تروریستی حادثو د ترسره کیدو په خاط د رییس جمهور څخه د فوق العاده امنیتی ناستی د رامنځته کیدو غوښتونکی سو.


د آوا آژانس په خبرګزاری سره، نعمت الله غفاری، د پارلمان دوهم معاون چی نن ددی ناستی ریاست په غاړه درلودی، وویل: د رییس جمهور څخه غواړو چی فوق العاده امنیتی ناسته د مجلس د نماینده ګانو د رییسانو او سنا رییسانو په شمول رامنځته کړی.

ښاغلی غفاری اضافه کړ: ځینی مسایل سته چی په دی فوق العاده امنیتی ناسته کی د ملی شورا مجلسین رئیسانو سره باید په جریان کی کښیښودل سی.

کابل، قندهار او هلمند پرون د مرګبارو حملو شاهد وو چی په نتیجه کی، لسګونه تنه ووژل او ذخمی سو. د امارات سفیر او د قندهار ښار والی د ذخمی سوو کسانو په شمول کی دی او د امارات ځینی دیپلوماتان هم په دی چاودنه کی چی د قندهار د والی په میلمستون کی رامنځته سو خپل ژوند دلاسه ورکړ.

په دی حال سره، نماینده ګان د پرون د تروریستی حملو په عکس العمل سره ټینګار وکړ چی دا حملی د نظام د داخل جاسوسانو په مرستی سره ترسره کیږی.

وژمه صافی، د نماینده ګانو د مجلس غړی په ننۍ ناسته کی وویل: د مسؤولانو غفلت توب د دولتی نهادو څخه د جاسوسانو د پاک سازی په خاطر نفرت منځته راوړونکی دی.

آغلۍ صافی اضافه کړ: مسؤولان تر اوسه نه دی توانیدلی چی هغه انتحاری کوونکی چی تورو هندارو لرونکو موټرانو کی امنیتی ساحی ته د جاسوسانو په مرسته داخلیږی، دا جاسوسان ونیسی.

زلمی مجددی، د مجلس بل غړی وویل: عدلی او قضایی نهادونه تر اوسه د قاتلینو، خارجی جاسوسانو او انتحاری اعمالو او د حکومت په داخل کی دهغوی سره مرسته کوونکو د محاکمه کولو په خاطر لږ کار هم نه دی ترسره کړی.

ښاغلی مجددی ټینګار وکړ چی عدلی او قضای نهادونه په دی ډول، د جنایت او تاوتریخوالی دروازه په کامله توګه خلاص پریښی دی.

فوزیه کوفی، د نماینده ګانو د مجلس بل غړی امنیتی مسؤولانو ته په انتقاد سره وویل: د کابل امنتیتی مسؤولان په مقدس موجوداتو باندی تبدیل سوی دی، که د هغوی په اړه کوم خبره وکړی نو تکفیر کیږی او قوم ګرایی او سمت ګرایی باندی تورن کیږی؛ تر کومه وخته موږ دوی په مصلحت ګرایی باندی وزغمو.

آغلی کوفی اضافه کړ: امنیتی مسؤولان په کښتو سطحو کی وایی هغه وخت چی یو مشکوک موټر دروو موږ ته تلیفون راځی چی هغه ایله کړی.


د مطلب کود: 136480

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136480/د-نمایندګانو-مجلس-رئیس-جمهور-څخه-فوق-العاده-امنیتی-جلسی-رامنځته-کیدو-غوښتونکی-سو

آوا
  https://www.avapress.com