کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل ښار د چاودنی د وحشت په ساحی باندی اوښتۍ دی

23 جدی 1395 ساعت 10:09

د کابل اوسیدونکی د آخیرو ناامنیو په عکس العمل سره چی په کابل کی په دسته جمعی توګه خلګ او حکومتی کارمندان د تروریستانو لخوا وژل کیږی وایی چی دا ښار د چاوندی او وحشت په ځای اوښتۍ دی.


د آوا آژانس د خبر له مخی، د کابل د ښار په لویدیځ کی د دارالامان په عمومی جاده کی د پارلمان الحاقیی په وړاندی د دوو انتحاری حملی په نتیجه کی لږ ترلږه ۵۱ تنه د ملی شورا د ۳۶ کارمندانو په شمول په شهادت ورسیدل او ۱۰۰ تنو ته نږدی نور ذخمی سول.

په دی حال کی د کابل اوسیدونکی د آوا سره په خبرو اترو کی وایی چی دولت او امنیتی مسؤلین په لوی نظامی تشکیلاتو سره چی په اختیار کی لری او د اوسیدونکو د امنیت د تامین لپاره ډیر لوی مصرفونه صورت نیسی اوس هیڅ ځواب د اوسیدونکی لپاره نه لری.

هغوی وایی چی حکومت د خلګو د ځان او مال د امنیت د حفظ او حفاظت مسئولیت په غاړه لری خو د هر ورځی په تیریدو سره غلا، خلګ تښتونی او انتحاری د کابل د بی دفاع خلګو ژوند اخلی خو حکومت هیڅ وخت ددی تروریستی حملو عاملین په عام محضر کی نه دی مجازات کړی.

ددی اوسیدونکی په وینا انتحاری حملی، چاودنی او د خلګو ترور په کابل کی پراختیا پیدا کړی دی او تروریستان هره ورځ د کابل په ښار کی دخلګو وینی جاری کوی او لسګونه ښځی کونډی او کوچینان یتیم کوی او خلګ په ماتم کښینوی او ډیر کورنۍ خپل یواځنۍ ډوډۍ راوړونکی له لاسه ورکوی.

محمد عارف اسد، د امنیتی مسایلو کارپوه د آوا سره په خبرو کی اضافه کړ لومړی علت چی ددی باعث سوی دی چی کابل د پایتخت او یا د وحشت د ښار په حیث نامګزاری کړو، ددی ښار د امنیتی مدیریت ضعف والی دی.

هغه وویل هغه کسان چی نن د کابل ښار د امنیتی مدیریت بالخصوص نظامی مدیریت په راس کی قرار لری هغه کسان دی چی لازم صلاحیت د امنیت د راوړلو او د امنیتی ځواکونو سره د هماهنګی لپاره نه لری په همدی اساس، موږ نن د امنیتی ځواکونو د خوب وړلو، غبارنیونی او حتی عدم توجه شاهد یو.

اسدی اظهار درلودی چی نن موږ د کابل امنیتی ګارنیزیون لرو چی د دفاع وزارت، د امنیت ملی عمومی ریاست او داخلی چارو وزارت پواسطه رامنځته سوی دی او دا نهاد د کابل د ښار د امنیت تامین وظیفه په غاړه لری اوتر اوسه کوم لاس ته راوړنه نه دی درلودلۍ.

هغه په اخیر کی وویل چی د افغانستان سیاسی-نظامی وضعیت په پوره توګه پیچلی دی. د جنګ وضعیت امکان لری چی د تیر کال په پرتله په ۱۳۹۵ کی نور هم شدید او سخت سی.

همدارنګه د نمایندګانو د مجلس غړی د کابل، قندهار او هلمند د حملو وروته د رییس جمهور څخه د امنیتی نهادونو د اضطراری ناستی غوښتونکی سو.

د مجلس غړی د چهار شنبی په عمومی ناسته کی د رییس جمهور څخه د امنیتی اضطراری ناستی غوښتونکی سو.

نعمت الله غفاری د افغانستان د نمایندګانو د مجلس دوهم نماینده چی د چهارشنبی د ناستی ریاست په غاړه درلودی، ددی اضطراری ناستی د موضوع د طرحی په اړه وویل: رییس جمهور باید د هیواد د امنیت د تامین څرنګوالی طرحه او په خاصه توګه د مجلس د نمایندګانو ته په روشانه توګه منځته کښیږدی.

د مجلس ځینی غړی د سولی د لغوی او رد غوښتونکی سو او وغوښتل چی د تروریستانو په وړاندی عمومی قیام یا غورځنګ شروع سی او ټینګار وکړ چی باید نور د مسلح ډلو سره د سولی په خبرو اترو باندی باید زړه خوشحاله نه کړو او امنیتی نهادونه باید په صحنه کی یواځی پرینښودل سی.


د مطلب کود: 136481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136481/د-کابل-ښار-چاودنی-وحشت-په-ساحی-باندی-اوښتۍ-دی

آوا
  https://www.avapress.com