د هلمند ولایت موسی قلا ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د طالبانو مهمو قومندانانو او مشرانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې څلور تنه پاکستاني وګړي هم پکې شامل دي.
هلمند ولایت کي ۲۵ تنو وسله والو وژل شوی دي
27 جدی 1395 ساعت 4:10
د هلمند ولایت موسی قلا ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د طالبانو مهمو قومندانانو او مشرانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې څلور تنه پاکستاني وګړي هم پکې شامل دي.
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتي دفترنه خبرشوی په خبرپانه کی راغلی دی، هوايي برید پرون ترغرمۍ وروسته د موسی قلا ولسوالۍ په «بازار» کې د طالبانو پر یوې مهمې او لويې غونډې شوی دی.
سرچنیوزیاتیوی، په دې برید کې د پاکستان د استخباراتي شبکې د دوه تنو په ګډون ۱۵ وسلوال مخالفین وژل شوي، چې د طالبانو د والي مالي مسول ملا طاهر، د طالبانو د جلب او جذب مسول حاجي ناصر، د نظامي قطعې مسول حاجي خادم، نهرسراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال حاجي روحاني، د کندهار ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسول ملا صادق آغا، اروزګان لپاره د طالبانود والي مرستیال حاجي خالد او یوشمیر نور طالب وسلوال پکې شامل دي.
په خبرپانه کی راغلی دی، په همدې حال کې د یاد هوايي برید په ترڅ کې ۱۵ تنه وسلوال مخالفین ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې دوه تنه هم پکې شامل دي.
دهلمند ولایت مبطوعاتی دفتر زیاتویی، د بهرنیو ځواکونو په یاد هوايي برید کې دغه راز د طالبانو ۸ بیلا بیل ډوله موټرې، ۳ هاموي ټانګونه، یو رینجر موټر، ۱۸ میله پیکا، څلور راکټ انداز، ۳ هاوان ، څلورSPG9، او ۲۵ میله کلاشینکوفونه لمنځه وړل شوي دي.
د مطلب کود: 136657