کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د تروریستی حملو عاملین په پاکستان کی شپی او ورځی تیروی

28 جدی 1395 ساعت 8:44

رئیس جمهور غنی په یو تلفنی اړیکه کی د جنرال قمر جاوید باجوه، د پاکستان لوی درستیز ته وویل: د افغانستان د تروریستی حملو عاملین په پاکستان کی شپی او ورځی تیروی.


د آوا (آژانس) په خبرګزاری سره، جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان لوی درستیز، تیره شپه د یو تلفنی اړیکی په جریان کی د اشرف غنی سره، د سه شنبی تروریستی حملی چی په کابل، قندهار او هلمند کی ترسره سو په شدیدو الفاظو محکوم کړ او رئیس جمهور او افغانستان خلګو ته تسلیت وویل.

د ریاست جمهوری د ارګ د خبرنامی په اساس، رئیس جمهور غنی د پاکستان د لوی درستیز څخه مننه کړی او ویلی دی: ددی تروریستی حملو عاملین چی دهغه مسئولیت یی قبول کړی دی، په پاکستان کی ژوند تیروی، په هغه ځای کی په آزاده توګه فعالیت او استخداموی او تر اوسه د هغوی په وړاندی کوم اقدام صورت نه دی نیولی.

رئیس جمهور غنی په دی بیان سره چی د افغانستان دولت ددی تروریستی حملو د عاملینو څخه د انتقام په خاطر قوی غوښتنه لری، وویل چی موږ د خپل هیواد د امنیت د تامین لپاره کامل آمادګی لرو.

هغه وویل چی تروریسم او افراطیت د منطقی او نړی لپاره تهدید دی او ټینګار یی کړی دی چی ددی مشترک تهدید سره د مبارزی اراده نه درلودل، خپله د پاکستان او منطقی لپاره ډیر خطر لری.

جنرال باجوه هم په دی تلفنی اړیکه کی وویل چی هیواد یی د افغانستان د امنیت او ثبات تامین لپاره د مرستی محکمه اراده او غوښتنه لری.

د ارګ د خبرپاڼی په اساس، جنرال باجوه د پاکستان د تیرو عملونو ته په اشاری سره؛ د هغه د نه تکراریدو لپاره قوی وعده کړی دی.

ښاغلی غنی هم وویل زموږ مقصد راتلونکی دی او دهغه لپاره باید هر جانبه مذاکری ترسره سی، ځکه د ۲۰۱۶ کال تکرار د افغانستان دولت او خلګو لپاره د قبول وړ نه دی


د مطلب کود: 136721

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136721/د-افغانستان-تروریستی-حملو-عاملین-په-پاکستان-کی-شپی-او-ورځی-تیروی

آوا
  https://www.avapress.com