کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راتلونکی پارلمانی انتخابات د الکترونیکی تذکرو په نه شتون ترسره کیږی

29 جدی 1395 ساعت 8:21

د انتخاباتو مستقل کمیسیون نن اعلام کړ چی پارلمانی انتخابات او د ولسوالیو شوراګانی په الکترونیک تذکرو سره نه رامنځته کیږی بلکی په اوسنی رای ورکونی کارتونو باندی صورت نیسی.


د آوا (آژانس) په خبرګزاری سره، نجیب الله احمدزی د انتخاباتو د مستقل کمیسیون رئیس نن په خبری ناسته کی وویل چی دهیواد د دقیق نفوس او الکترونیکی تذکرو ته ډیر وخت او مصرف ته اړتیا سته او په اوسنی حال کی موږ د خپل تواناییو او شته وسیلو څخه ګټه اخلو. هغه په دی بیان سره چی ۷ زره د رای ورکونی مرکزونه په هیواد کی شتون لری وویل په راتلونکی پارلمانی انتخاباتو کی او ولسوالیو شوراګانو لپاره د رای ورکونی کارت یو مشخص مرکز پوری اړه لری، په داسی ډول سره چی د رای ورکوونکی کارت د رای ورکولو وروسته په یو خاص رمز او مشخص علامی سره نشانی کیږی.


د مطلب کود: 136769

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136769/راتلونکی-پارلمانی-انتخابات-د-الکترونیکی-تذکرو-په-نه-شتون-ترسره-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com