کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټيفا:

د ټاکنو کمیسيون اساسي کارونه نه دي پيل کړي

30 جدی 1395 ساعت 4:11

د ټاکنو څارونکي بنسټونه په ځانګړې توګه د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ مسولین وايي چېد ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کارونو دوې میاشتې تېرې شوې، خو لاهم دغه کمیسیون اساسي کارونه، نه دي پیل کړي.


د آوا د خبرګزاری له مخی : دوی وايي چې حکومت په کمیسیون سیاسي فشارونه زیات کړي او نه غواړي چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوي غړي له ډېرو ناندریو او د وخت له ضایع کېدو وروسته کابو دوې میاشتې مخکې وټاکل شول. اوس د دغه کمیسیون په چارو نیوکې مخ په زیاتېدو دي. د افغانستان د شفافو ټاکنو د څار بنسټ وايي چې کمیسیون تر اوسه لومړني کارونه هم نه دي کړي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ویانده صغرا سادات وايي: “دا چې د ټاکنو د کميسيون نوي غړي د ټاکنو په کميسيونونو کې ميراث لري، په فساد تورن ارګانونه وو، خو بيا هم له دې کميسيونونو څخه خلکو او مدني ټولنو لوړې هيلې لرلې.”

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا رییس نعيم ايوب زاده وايي چې د سمون له پارهپه کمیسیون کې کافي سرچينې نشته او د حکومت پر سیاسي فشارونو سربېره د نړیوالو مالي او تخنیکي ملاتړ هم نامعلوم دی.

ټیفا د ټاکنو په خپلواک کمیسیون غږ کوي چې ژر تر ژره د رایو ورکوونکو نوملړ جوړ کړي او د رایو د مرکزونو د امنیت په هکله خپلې ارزونې بشپړې او له خلکو سره یې شریکې کړي.


د مطلب کود: 136839

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136839/د-ټاکنو-کمیسيون-اساسي-کارونه-نه-دي-پيل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com