دخپریدو نیټه :جمعه ۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۱
د مطلب کود : 136899
د مسلمانانو پر وړاندې د تبعیض له زیاتوالي د ملګرو ملتونو اندېښنه
په هغې غونډه چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمانونو له خوا جوړه شوه،امریکايي او اروپايي چارواکو،د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د هر ډول اسلام ځپنې په وړاندې په جدي توګه اقدام وکړي.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی : په ملګرو ملتونو سازمان کې،امریکايي او اروپايي چارواکي د مسلمانانو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي ګواښ کوي.

په هغې غونډه چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمانونو له خوا جوړه شوه،امریکايي او اروپايي چارواکو،د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د هر ډول اسلام ځپنې په وړاندې په جدي توګه اقدام وکړي.

د نړۍ د مذهبي ازادیو لپاره د امریکا د متحده ایالتونو سفیر ډیوېډ سپرسټین وویل:«هغه مالومات چې په واک کې دي،هېڅ شک نه پرېږدي چې نړۍ په ګوت ګوت کې د مسلمانانو په وړاندې تبعیض او کرکه د زیاتېدو په حال کې ده او دغه لړزونکې ستونزه،له‎ځنډ څخه پرته پاملرنه غواړي.»

د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې د رییس ځانګړی سلاکار یونس ورایلس څرګنده کړه:«موږ په ملګرو ملتونو کې، دغې د اندیښنې وړ ښکارندې ته د نړیوالو د پام په راګرځولو او همداراز د اسلام پرخلاف د دښمني په وړاندې مبارزه کې مهم رول لرو.» د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې،په انګلستان او فرانسه کې د مسلمانانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره شوی دی او همدارنګه په امریکا کې پر مسلمانانو په بې مخینې توګه برید کېږي.

دغه چارواکي وايي ترهګر د اسلام له نوم څخه په ناسمې استفادې د اسلام ضد حسیاسیتونه راپاروي او دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان په ګډون اسلامي هیوادونه د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي.

د اروپايي ټولنې د بشري حقونو استازی اسټافروس لامبریدینیس په دې اړه وویل:«په معموله توګه مسلمانان د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي.اسلام د ترهګرۍ پارونکی نه دی؛بلکې ترهګر کوښښ کوي چې د خپلو موخو لپاره د اسلام له نامه ‎‎څخه ناوړه استفاده وکړي.مسلمانان په خپله د داعش ډلې په توګه قرباني دي.»

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې ده تر دوو راتلونکو ورځو،په واشنګټن کې،د ډونالډ ټرامپ د لوړې مراسم ترسره شي.

ټرامپ د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې،په څرګنده توګه د مسلمانانو په اړه خبرې کړې وې چې د بشري حقونو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی وه.
https://avapress.com/vdcb90b89rhbfwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته