کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پروان ولایت عامی روغتیا ریاست مشاور تښتول سوی دی

2 دلو 1395 ساعت 12:09

د پروان ولایت د عامی روغتیا مشاور د ناشناسو مسلح کسانو په واسطه د جبل السراج په ولسوالی کی تښتول سوی دی.


د آوا د خبرګزاری له مخی، سمندر سکندری، د پروان ولایت د جبل السراج ولسوال وویل: دا حادثه پرون ورځ رامنځته سوی دی.

هغه وویل: د پروان ولایت یو داکتر چی شخصی معاینه خانه یی هم درلود تیره ورځ په مازدیګری محال د ناشناسه مسلح کسانو له خوا تښتول سوی دی.

د جبل السراج د ولسوال په وینا، داکتر صفی الله قصد درلودی چی د څو نورو کسانو سره د خپلو نږدی کسانو سره کور ته ولاړ سی چی د قلعه صحرا په منطقه کی د ناشناسو خلګو په واسطه د هغه موټر څخه دباندی کښل سوی دی او تښتول سوی دی.

دا محلی مسئول پژواک ته وویل: تر اوسه د تښتوونکی هویت او مقصد یی نه دی معلوم سوی خو په دی برخه کی څیړنی شروع سوی دی.

داکتر محمد قسیم سعیدی، د پروان ولایت د صحت عامی رئیس وویل: داکتر صفی الله ددی اداری د تخنیکی مشاور په حیث کار کوي.

هغه ددی حادثی د رامنځته کیدو په اندیښنی سره وویل چی امنیتی مسئولان غواړی په ډیر جدیت سره د داکتر صفی الله د آزادیدو لپاره اقدام وکړی.

تر اوسه هیڅ شخص او یا ډله ددی تښتونی مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 136940

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136940/د-پروان-ولایت-عامی-روغتیا-ریاست-مشاور-تښتول-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com